د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ په پښتو او دري ویب سایټونو محدودیت ولګاوه


په افغانستان کې په مطبوعاتو او بې پرې خبرونو او معلوماتو ته د افغان ولس په لاسرسي د محدودیتو په لړ کې طالبانو په تازه اقدام کې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو پښتو او دري ویب سایټونه بند کړیدي.

په ګڼ شمیر ولایتونو کې خلکو ویلي چې د تیرو دوو اوونیو راپدیخوا نشي کولی پخپلو ټیلیفونونو کې چې د انټرنیټ لپاره د خصوصي مخابراتي شبکو د خدماتو څخه کار اخلي، دغه ویب سایټونه وګوري.

سره لدې چې د افغان بې سیم، روشان او اتصالات په شبکو کې دا ویب سایټونه محدود شوي خو د امریکا غږ د معلوماتو له مخې لا هم په افغانستان کې خلک کولی شي چې د وای فای، سلام شبکې او خصوصي مجازي شبکې (VPN) د لارې وکړی شي دا ویب سایټونه وګوري.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې ویب سایټونو د محدود کولو په هکله څه ندي ویلي خو دوه تنه چې په وضعیت خبر دي، امریکا غږ ته یې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا ویب سایټونه د طالبانو په امر تړل شوي.

یوه سرچینه چې په مخابراتي شرکت کې کار کوي او نه یې غوښتل نوم یې پدې راپور کې یاد شي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو ورته د دې ویب سایټونو د تړلو امر کړی.

په عین حال کې یو تن چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د سرغړونې د کمیسیون د چارو سره بلد دی، امریکا غږ ته وویل چې دې ادارې ته په رسمي توګه د دې ویبا سایټونو د محدود کولو لپاره څه ندي ویل شوي او داسې ښکاري چې طالبانو به دا کار پخپل سر کړی وي.

دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو د پښتو او دري ویب سایټونو تړل کیدل "تخنیکي ستونزه نده ځکه چې لا هم دا ویب سایټونه په غټو مخابراتي شبکو کې تړل شوي او داسې ښکاري چې د طالبانو کار کوي ځکه چې د دې ویب سایټونو د تړل کیدو په هکله کمیسیون ته څه ندي ویل شوي".

په همدې حال کې د امریکا غږ سرپرستې مشرې یولانډا لوپیز ویلي چې د دې ویب سایټونو د تړل کیدو تمه یې نه درلوده.

میرمن لوپیز په یوې اعلامیې کې ویلي "مونږ د دې لپاره چمتو وو او په افغانستان کې زمونږ مخاطبان د دې محدودیتونو څخه د بچ کیدو په خاطر د وسایلو څخه کار اخلي چې امریکا غږ اعلان کړیدي".

همدارنګه د امریکا غږ افغانستان څانګې مشر حسیب الکوزي ویلي چې د طالبانو د حکومت لخوا د دا ډول اقدام تمه یې درلوده او زیاته یې کړه چې امریکا غږ د دې محدودیتونو د رفع کولو لپاره ځیني وسایل ترتیب کړي چې افغانان کولی شي په آزاده توګه د امریکا غږ موادو ته لاسرسی پیدا کاندي.

الکوزي زیاته کړه، " د یو کال راپدیخوا مو په ټولنیزو شبکو کې د ان ټي اچ او سایفن په نامه د سافټ ویر په هکله معلومات خپاره کړي".

خو د امریکا غږ لوستونکي کولای شي چې په خپلو ټلیفونونو کې د سایفن او ان ټي ایچ لېنک د اپلیکیشنونو په لرلو د سانسور مخه ونیسي او د امریکا غږ ویبپاڼې وګوري. دغه اپلکیشنونه وړیا او خوندي دي او د کاروونکو هویت پټ ساتي.

د امریکا غږ اپلیکیشن
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

دا لومړی ځل ندی چې طالبان په افغانستان کې د امریکا غږ د خپرونو پر ضد دا ډول اقدام کوي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونې په اساس په افغانستان کې دننه د امریکا غږ خپرونې د ډسمبر د میاشتې له اولې نېټې څخه وروسته بندې کړې، خو د خپلې دغې پرېکړې په اړه یې نور جزیات خپاره کړي نه دي.

امریکا غږ راډیو، د طالبانو تر دغې پرېکړې پورې، د اف ام د ۱۵ څپو او دوه متوسطه څپو له لارې په افغانستان کې دننه د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته یې پښتو او شپږ ساعته یې دري وې.

امریکا غږ د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسائیلو په اړه راپورونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سانسور کول چې د نړیوالو تر غوږونو ونه رسي.

تر دې مخکې طالبانو د مارچ په ۲۷ نېټه د اشنا تلویزون خپرونې چې له تېرې یوې لسیزې راهېسې د افغانستان د ملي تلویزون، طلوع، طلوع نیوز او لمر څخه خپرېدې، هم بندې کړي.

د امریکا غږ، چې په افغانستان کې دننه شاوخوا ۷.۳ میلیون اورېدونکي لري، اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهر څخه د ۹۷۲ کیلو هرتز متوسطه څپو له لارې خپرونې کوي.

طالبان چې څه باندې یو کال کیږي په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی، تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا ادارې د هغوي سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د بې پولې خبریالانو سازمان وایي چې د طالبانو بیا راتګ په مطبوعاتو منفي اغیز لرلی او تر اوسه ۴۳ په سلو کې مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ۸۴ په سلو کې ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

XS
SM
MD
LG