په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند «د جنسیت په اساس تعقیب او د بشریت ضد جنایت» کېدای شي.
ریچارد بینیت نن دوشنبه مارچ شپږمه (کب ۱۵) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور په ژینو کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.
په راپور کې د ۲۰۲۲ کال د جولاۍ څخه نیولې د ډسمبر تر میاشتې پورې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه شوې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او وار له واره یې د ښځو په تعلیم، کار او سیاسي او اقتصادي مشارکت کلک بندیزونه ولګول.
بینیت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: «د طالبانو قصدي او محاسبه شوې پالیسي د ښځو او نجونو له حقونو څخه انکار او له عامه ژوند څخه د هغوی محوه کول دي. دا ښايي د جنسیتي تعقیب نړیوال جرم وي چې مقامات پرې نیول/پوښتل کېدای شي.»
رویټرز خبري اژانس وايي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو وزارت یو ویاند څخه یې په دې اړه د نظر غوښتنه وکړه خو هغه څه نه دي ویلي.
طالبان تل دا خبره کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ په اساس د ښځو حقونو ته درناوی» لري.
بینیت د بشري حقونو شورا ته وویل چې باید طالبانو ته دا واضح پیغام واستول شي: «له ښځو او نجونو سره ناوړه چلند د مذهب په ګډون په هېڅ اساس د منلو او توجیه وړ نه دي.»
نوموړي وویل چې په ښځو او نجونو باندې د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه د افغانستان په «ټول نفوس باندې ویجاړونکی او اوږد مهال اغیز لري او له جنسیتي اپارتید [تبعیضي چلند]» سره برابر دي.
هغه داسې مال د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړی دی چې نن د دغه هېواد په ځینو ولایتونو په پوهنتونونو کې تعلیم کال پیل شو خو لا هم د نجونو په زدو کړو بندیز په خپل حال دی.