د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي او سیاسي ستونزو په افغانستان کې راډيوګانې ځپلې دي 


طالبانو په رسنیو کې د ښځو په غږ او موسیقۍ هم بندیزونه لګولي
طالبانو په رسنیو کې د ښځو په غږ او موسیقۍ هم بندیزونه لګولي

نور الله ستانکزی ۱۵ کاله مخکې په خپل ولایت لوګر کې د «زینت» په نوم یو اف ام راډیو چاینل پرانیست. په راډیو کې به تر ډېره فرهنګي او تعلیمي خپرونې وې، مګر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د «زینت» برخلیک هم نا څرګند ښکاري.

نورالله ستانکزي امریکا غږ ته وویل: «د راډیو د تړل کېدو په اړه جدي فکر کوم.» هغه وویل چې په اوسنيو شرايطو کې راډیو چلول «په ننګوونکي حالت کې کار کول» دي. هغه وایي: «اوس خو راډیو روانه ده خو فکر نکوم چې ډېره پاتې شي. ممکن نن،‌ سبا او یا یوه میاشت وروسته یې وتړو.»

د «زینت» اف ام راډیو په لوګر کې د هغو دریو راډیوګانو له ډلې څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته لا هم خپرونې لري، خو نور الله ستانکزی وايي چې ټولې راډیوګانې له سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل: «په تفریحي خپرونو بندیز لګول شوی. موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان یو. د نورو رسنیو په څېر موږ هم نشو کولای چې هغه سیاسي خپرونې ولرو چې د طالبانو تر راتګ مخکې مو لرلې او یا په مقاماتو انتقاد وکړو.»

طالبانو په افغانستان کې په رسنیو کې تفریحي خپرونې او د ښځو غږ بند کړ او رسنیو ته یې ځانګړې سپارښتنې خپرې کړې چې څنګه د مسائیلو په اړه راپورونه ترتیب او خپاره کړي.

د طالبانو دا ډول بندیزونو او محدودیتونو په افغانستان کې خبریالي سخته کړې ده. د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې په افغانستان کې ۵۴۳ رسنیو کار کاوه چې د طالبانو له بیا راتګ درې میاشتې وروسته یې ۳۱۲ پاتې وې. طالبانو همدغه راز د اف ام په څپو باندې د امریکا غږ اشنا او ازادرۍ راډیوګانو خپرونې هم بندې کړې.

د افغانستان لپاره د جنوبي اسیا خبریالانو سازمان کلب او فورم مشر ګل محمد ګران امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې ډېر خلک انټرنټ نلري او په ډېرو سیمو کې نور خلک بیا برېښنا نلري، په همدې اساس «راډیو لا هم په دغه هېواد کې یوه مهمه وسیله» ده.

ده وویل سره له دې چې ډېر چاینلونه تړل شوي‌ خو لا «هم خلک په هېواد کې د روانو چارو په اړه معلومات د راډیو له لارې ترلاسه کوي.»

په نشراتو کې بدلونونه

د «زینت» اف ام راډیو مشر نورالله ستانکزی وایي چې د طالبانو تر راتګ مخکې یې راډیو ۲۴ ساعته خپرونې لرلې او هغه وخت د رسنیو لپاره شرایط ښه وو. هغه وویل: «موږ ډېرې سیاسي خپرونې لرلې. موږ د حکومت په مقاماتو انتقاد کولای شوای او د معلوماتو ترلاسه کول هم ښه وو.»

طالبانو په لوګر او د افغانستان په نورو سیمو کې خبریالانو ته ویلي‌ دی چې د هرې مسئلې په اړه راپور خپرولای شي خو د داسې خبرونو او معلوماتو له خپرولو به ډډه کوي چې د طالبانو رژیم کمزوری کوي.

ستانکزی وایي: « سره له دې چې طالبان وايي د رسنیو او بیان د ازادۍ ننګه کوي خو موږ د نور رسنیو په څېر دا ازادي نلرو چې په سیاسي مسائیلو راپور خپور کړو او یا په حکومت انتقاد وکړو.»

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وایي چې طالبان له رسنیو غواړي‌ هغه مسايل خپاره کړي چې د طالبانو حکومت یې غواړي.

په موسیقۍ باندې بندیز لګول یو بل لامل دی چې د رسنیو په نشراتو یې بد اغیز کړی دی. ستانکزی وايي چې طالبانو ورته ویلي چې ان «په تجارتي‌ اعلانونو کې به هم موسیقي نه خپروئ». ده زیاته کړه: «په اول سر کې یې راته شفاهي وویل چې په موسیقي او د ښځې غږ به نه خپروئ. موږ په دې اړه د دوی رسمي مکتوب وغوښته او بیا دوی راته مکتوب واستوه چې د ښځې غږ او موسیقي به نه خپرېږي.»

اقتصادي ستونزې

نور الله ستانکزی وايی چې په نورو خپرونو باندې د بندیزونو لګولو له کبله دوی اوس یوازې تعلیمي، روغتیايي او مذهبي پروګرامونه خپروي. هغه وايي چې د نورو خپرونو تر څنګ تعلیمي خپرونې اوس تر بل هر وخت ځکه مهمې دي چې نجونې له زدکړو بې برخې شوي دي.

د سیاسي او اقتصادي مشکلاتو له کبله د «زینت» راډیو عواید هم کم شوي او ستانکزی وايي چې په تېرو څو میاشتو کې یې د دوو ښځینه کارکوونکو په ګډون اتو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «موږ په څلورو کسانو باندې راډیو چلوو. موږ به مخکې خپل یو کارکوونکي ته د ۲۰۰ او۲۵۰ ډالرو ترمنځ معاش ورکاوه، خو اوس ۶۰ ډالر ورکوو.»

هغه وویل چې مخکې به یې د ۱۷۵ ډالرو څخه نیولې تر ۲۳۵ ډالرو پورې یو راډیويي اعلان خپروه خو اوس دا قیمت ۲۳ ډالرو ته راټېټ شوی دی. رسنۍ خپلو کارکوونکو ته د تنخوا ورکولو تر څنګ باید د برېښنا او تجارتي جواز فیسونه او مالیه هم ورکړي.‌

ستانکزي وویل: «مخکني حکومت به له موږ سره مرستې کولې خو اوس دا هر څه باید موږ له جیبه ورکړو.» دی،‌ چې د اوو اولادونو پلار دی وايي چې «هیلې یې ختمې» شوې او په افغانستان کې «د ژورنالیزم اینده» نه ویني. هغه وايي: «زه شاید بېرته خپل کلي ته ولاړ شم او بېرته دهقاني شروع کړم چې خپلې کورنۍ ته نفقه پید کړم.»

XS
SM
MD
LG