د لاس رسي وړ اتصالات

یو چینايي شرکت د افغانستان د لیتیمو کانونو سپړلو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د لیتیم د کانونو د سپړلو په برخه کې د (Gochin) په نوم د یو چینايي شرکت د پانګونې د لیوالتیا خبر ورکړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۳ ( حمل ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور کابل کې ددغه چینايي شرکت د استازي سره کتلي دي.

په دې اعلامیه کې د Gochin)) چینايي شرکت د استازي له قوله ویل شوي، چې دا شرکت غواړي افغانستان کې د لیتیم د کانونو په سپړلو کې تر لسو ملیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر اساس د لیتیم د منرال د کانونو د سپړلو په برخه کې پانګونه به ۱۲۰ زره کسانو ته د کار مخامخ زمینه برابره کړي او هم به یو میلیونو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار امکانات برابر کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي: " د لیتیم د منرال کانونه په نړۍ کې کمیابه کانونه دي او د افغانانو هیلې د لیتیم او نورو منرالونو لرونکو کانونو ته دي، د کانونو او پټرولیم وزارت هوډ لري، چې د لیتیم کانونه او د هیواد ټولو کانونه د کانونو د قانون پر اساس قراردادیانو ته وسپاري".

د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلامیې له مخې دغه چینايي شرکت وړاندیز کړی، چې که چیرې د لیتیم د کان د سپړلو تړون ورته ورکړل شي نو دا شرکت به په اوو میاشتو کې د سالنګ تونل ترمیم او پردغه لار به یو بل تونل هم جوړ کړي.

ددغه چینايي شرکت استازي، چې په اعلامیه کې یې نوم نه دی ښودل شوی ټینګار کړی، چې د لیتیم د کان د سپړلو پروسس به " سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره شي" او د پروسس لپاره به یې د بریښنا یو بند جوړ او هم د نورستان او کونړ ترمنځ لار به د لغمان ولایت پورې په اساسي ډول جوړه کړي.

دغه چینايي شرکت د لیتیم د کان سپړلو سره دا لیوالتیا په داسې حال کې ښودلې، چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په ۲۲ ( سلواغې دوهم) د ننګرهار په ولایت کې د زر ټنه لیتیم لرونکي ډبرې د قاچاق په تور د دوو چینايي اوسیدونکو په ګډون د پنځه تنو د نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي و، چې دغو پنځه تنو غوښتل، چې دا زر ټنه لیتیم منرال لرونکي ډبرې له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کړي، چې د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې ونیول شول.

د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا پراساس دغو دوو چینایانو او د هغوی دریو افغان شریکانو غوښتل د لیتیم منرال لرونکي ډبرې د پاکستان له لارې چین ته انتقال کړي.

د امریکا د جیولوژي د ادارې د یوې څیړنې له مخې د لیتیم منرال په ګډون د افغانستان د طبیعي منابعو ارزښت له یو تریلیون ډالرو څخه زیات دی.

د لیتیم منرال د وچو چارجوونکو بطریو د تولید په برخه کې یو اساسي عنصر په توګه پیژندل کیږي او هم د ټکنالوژۍ په ډګر کې د اقلیمي ستونزو د هوارولو په برخه کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي؛ د همدې له امله په نړۍ کې د لیتیم منرال ته تقاضا مخ په زیاتیدو ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د جرمني د هغه وخت جمهور رئیس فرانک والټر شتاین مایر څخه غوښتي و، چې د جرمني د موټر جوړولو شرکتونه دې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د لیتیم د کانونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې یوه څیړنه وکړي.

افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیز جګړو له امله ددغه هیواد د کانونو په سکټور کې تراوسه چندانې پانګونه نه ده شوې.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته چین لومړی بهرنی هیواد و، چې ددغه هیواد د "CPEIC" شرکت د طالبانو د حکومت سره د امو سیند د حوزې نفتو د استخراج تړون د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې لاس کړ.

د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې هم یو چینايي شرکت د لوګر د مس عینک د کان د سپړلو تړون لاسلیک کړی و، خو تراوسه دغه شرکت په دې نه دی توانیدلی، چې په دغه کان باندې عملآ کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG