د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغان سوداګر له دې وروسته د چابهار بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار اخیستلی شي


په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دفتر ویلي چې، افغان سوداګر سر له نن جمعې له ورځې نومبر لسم (لړم ۱۹) د چابهار بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار اخیستلی شي، خو افغان سوداګر وايي چې دا بندر لا په بشبړ ډول د سوداګرۍ لپاره چمتو نه دی.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ نومبر نهم (لړم ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ د چابهار بندر څخه د لیدو پر مهال له ایراني چارواکو څخه غوښتي چې د دې بندر د ځمکې یوه برخه دې د اوږدمهال لپاره په مناسبه بیه افغانستان ته ځانګړې کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "ایراني لورې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا [جمعه] له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ لپاره عملاً استفاده پيل کړي. د ایراني مسوولینو په خبره، ایران په دغه برخه کې بشپړ چمتووالی لري."

د ملابردار په مشري د طالبانو د حکومت یو پلاوی د نومبرڅلورمه (لړم ۱۳) ایران ته تللی دی. دغه پلاوي ددغه سفر په ترڅ کې له ایراني لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا یې خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې دا پلاوی به د جمعې په ورځ بیرته افغانستان ته ستون شي.

د نړیوال بانک د اکتوبر د میاشتې د راپور له مخې، اوس مهال ایران د افغانستان یو ستر سوداګریز شریک دی. ددغه بانک د راپور پراساس افغانستان د خپلو ټولو وارداتو ۲۱ فیصده له ایران څخه واردوي.

د ملابرادر په مشرۍ دغه پلاوي په داسې حال کې ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دغه هیواد ته سفر کړی چې افغان سوداګر وايي، چې د پاکستان حکومت په یو اړخیز ډول د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په سلګونو ترانزیټي مالونو باندې بندیز لګولی او د څو اونیو راهیسې یې افغانستان ته ددغو مالونو د انتقال مخه نیولې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست حاجي محمد یونس مومند امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د پاکستان د حکومت د پریکړې له مخې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو درې زره او ۳۸۰ د ترانزیټي مالونو ډک کانټنرونه بند پاتې دي.

هغه وویل، چې ددغو مالونو مجموعي بیه شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

هغه وویل: "افغان سوداګرو تصمیم نیولی چې په راتلونکی کې به د کراچۍ له بندر څخه تر هغې کار وانخلي ترڅو یو منظم نړیوال تضمین نه اوسي."

د چابهار بندر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست وايي چې که څه هم افغان سوداګر به د نړیوالو ضمانت پرته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګرۍ ته زړه ښه نکړي خو ددې سره سره د چابهار بندر له لارې هم سوداګر د ځینو ستونزو له امله سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي مومند وویل: "د چابهار بندر ته که بیا وکتل شي قانوني کود نلري چې هلته مالونه لاړ شي او بل ایران د امریکا تر بندیزونو لاندې دی نو لخاظه تجار دې ته زړه نه ښه کوي چې ددغه بندر څخه کار واخلي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې سرپرست وویل چې د چابهار بندر له لارې افغان سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې یوه بله ستونزه داده چې د چابهار بندر له لارې مالونه د هند بمبۍ بندر ته رسیږي او افغان سوداګر غواړي چې مالونه یې د ډهلي بندر ته لاړ شي.

همداشان ددغه بندر له لارې د مالونو د انتقال موده هم ډیره اوږده ده او سوداګرو ته د ترانسپورټي مالونو د انتقال مصارف زیاتوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د چابهار بندر څخه کاراخیستل کیده په ځانګړي ډول کله چې د پاکستان حکومت هندوستان ته افغانستان سره د مرسته شویو غنمو د انتقال لپاره د واګې د بندر له لارې انتقال سره موافقه ونکړه بیا دا غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شو.

خو هغه مهال امریکا متحده ایالاتو په استثنايي ډول ددغه بندر له لارې د غنمو لیږد ته اجازه ورکړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG