د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان غواړي د قطر دفتر یې په رسمیت وپېژندل شي


طالبان وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو سره په مذاکراتو کې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر په رسمیت پیژندلو غوښتنه ومنل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، د امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې په قطر کې ددې ډلې د دفتر په رسمیت پیژندلو سره به د سولې د مذاکراتو بهیر چټک شي. هغه وویل چې طالبانو دغه غوښتنه د امریکا سره شریکه کړې.

په قطر کې د طالبانو دفتر په غیر رسمي بڼه په ٢٠١٣ کال کې د سولې د بهیر د اسانتیا په مقصد جوړ شو که څه هم چې هغه وخت هم ددې دفتر پر سر د طالبانو د بیرغ پورته کیدل د افغانستان د دولت له سخت غبرگون سره مخامخ شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی استازی زلمي خلیلزاد څو ځلې د طالبانو سره په قطر کې لیدلي دي او ټاکل شوې ده چې د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو بل پړاو د فبرورۍ په ٢٥ پیل شي.

د طالبانو ویاند خوښي څرگنده کړې چې پدې لیدنه کتنه کې به نور پرمختگونه هم وشي. هغه وویل چې طالبان به پدې ناسته کې یو ځل بیا د دوی د قطر دفتر د په رسمیت پیژمدلو غوښتنه د امریکایي اړخ سره مطرح کړي، ځکه د هغه په وینا طالبان د سولې د خبرو پرمختگ او پرمخ بیولو ته ژمن دي.

ښاغلي شاهین ویلي دي چې د طالبانو سره د امریکا او نورو بهرنیو پلاویو خبرې په مختلفو هوټلونو کې کیږي چې د هغه په وینا دا کا ددې سبب کیږي چې طالبان ونشي کړای د پرمختگونو جزییات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د مسکو د تیرې اونۍ غونډې ته په اشارې چې په کې طالبان او یو شمیر افغان سیاستوالو برخه درلوده وویل چې ددې مشورتي غونډې بل پړاو به په راتلونکې میاشت کې په قطر کې جوړ شي.

د طالبانو ویاند پدې مرکه کې همداشان د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرگندونې رد کړې چې د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ١١) یې د افغانستان د جگړې یواځنی عامل گڼلی و. ښاغلي شاهین وویل چې دغه ډول انتقادونه د سولې رول بهیر ته "زیان رسوي او هغه منحرفوي".

XS
SM
MD
LG