د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال افغانستان کې ۴،۳ میلیونه ټنه غنم تولید شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د احصایې ملي اداره، چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي وايي، چې سږکال په افغانستان کې د للمي غنمو د حاصلاتو په ګډون ټول ۴،۳ میلیونه ټنه غنمو حاصلات راټول شوي دي.

دغې ادارې د چهار شنبې په ورځ سپټمبر۲۰ (وږي ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا معلومات یې د لیرې څخه د سنجولو د ټکنالوژۍ (Remote Sensing) په مټ چې د ستلایټ له لارې د اوبو او للمي ځمکو د غنمو د کر د سیمو څخه د اخیتسل شویو تصویرونو په ګډون راټول کړي دي.

د احصایې ملي ادارې ویلي: "موندنې ښيي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي ډول ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې ددې له ډلې ۱،۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و. د ترلاسه شویو شمیرنو له مخې د غنمو د کر ځمکې د ټولو کرل شویو ځمکو ۷۱ فیصده جوړوي".

ددې ادارې د ارزونو پر اساس په روان کال کې د اوبو لاندې ځمکو د غنمو د کښت حاصلات د تیرکال پرتله ۴،۴ فیصده او للمي ځمکه باندې د کرل شویو غنمو حاصلات ۱۵ فیصده زیات شوي دي.

دغې ادارې ویلي: "ددغه زیاتوالي لوی علت د کوکنارو د کښت پر ځای د غنمو کرل، پر وخت بارانونه وو. د مثال په ډول د هلمند په ولایت کې د کوکنارو د کښت د ساحو کمیدلو وروسته د غنمو کښت ۴۹ فیصده زیات شوی دی".

د (Alcis) په نوم یوې بریتانوي ادارې له خوا د روان ۲۰۲۳ کال د جوزا په میاشت کې د یوې خپرې شوې سروې نتیجې ښيي، چې سږکال د هلمند په ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی. سټلایټ په وسيله ددې ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې په روان فصل کې په هلمند ولایت کې تر زرو هکټارو په کمه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دا راپور وايي: "په حقیقت کې د لوړ کیفیت اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د هلمند په ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې پر ۱۲۰ زره هکتاره ځمکه باندې کرل شوی کښت په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۰۰۰ هکتارو ته راکم شوی دی".

همداشان د دې ادارې د راپور له مخې په روان ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو په کښت د طالبانو د حکومت له خوا لګیدلی بندیز به د تیر ۲۰۲۲ کال پرتله په افغانستان کې د کوکنارو تولید خورا کم کړي.

دا راپور وايي، چې یوازې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کر کمښت د طالبانو له خوا په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د بندیز څخه هم د کوکنار د کښت کمښت ښيي.

ددغې بریتانوي ادارې د راپور له مخې د افغانستان په نورو جنوبي او جنوب لوی دیځو ولایتونو کې هم چې دمخه به په کې تر ۸۰ فیصدو پورې اپین تولید کیده اوس غنم کرل شوي دي.

دا راپور وايي، چې یوازې د ننګرهار په ولایت کې پر محدودو ساحو کې کوکنار کرل شوي دي. د ننګرهار په ولایت کې هم په تیرو کلنو کې په پراخه ځمکه کوکنار کرل کیدل.

د ملګروملتونو د نشه يي ټوکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) ، د سپټمبر په روانه میاشت کې په یو راپور کې وویل، چې افغانستان په ډیرې چټکۍ سره په سیمه کې د "متامفتامین" د تولید او قاچاق په مرکز بدلیږي. دا نشه يي توکي د ځینو کمیاوي توکو او ځینو بوټو چې په افغانستان کې په طبیعي ‌ډول راټوکیږي د یوځای کیدو په ترڅ کې په مصنوعي نشه يي توکو بدلیږي.

د احصايې د مرکزي ادارې ددغو معلوماتو دمخه د طالبانو د حکومت د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و، چې سږکال په افغانستان کې تر پنځه میلیونو ټنو پورې د غنمو حاصلات ټول شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې وویل، چې په افغانستان کې د درېیم کال وچکالۍ او د ددغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو د یرغل په وجه ښایي دا هېواد به د غنمو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د غنمو د حاصلاتو ښه وړاندوینه کیږي، خو په لوېدیځو ولایتونو کې ښایي د غنمو حاصلات تر منځنۍ کچې ټیټ وي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په شمال کې د ملخانو پرله پسې یرغل د سږ کال د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱.۲ میلیون ټن د ۴۸۰ زرو ډالرو په ارزښت) له ګواښ سره مخ کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي: "په افغانستان کې د پرله پسې درېیم کال له وچکالۍ وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو د حاصلاتو کمښت له ۳۰ تر ۳۵ سلنې اټکل کیږي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG