د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان به سږکال تر ۳۵فیصده پورې د غنمو له کمښت سره مخ شي


یو افغان بزګر
یو افغان بزګر

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د درېیم کال وچکالۍ او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د غنمو پر کروندو د ملخانو یرغل ته په اشارې سره ویلي ښایي دا هېواد به د غنمو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د غنمو د حاصلاتو ښه وړاندوینه کیږي، خو په لوېدیځو ولایتونو کې ښایي د غنمو حاصلات تر منځنۍ کچې ټیټ وي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په شمال کې د ملخانو پرله پسې یرغل د سږ کال د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱.۲ میلیون ټن د ۴۸۰ زرو ډالرو په ارزښت) له ګواښ سره مخ کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي: "په افغانستان کې د پرله پسې درېیم کال له وچکالۍ وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو د حاصلاتو کمښت له ۳۰ تر ۳۵ سلنې اټکل کیږي".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې د ملخانو د کنټرول عملیات روان دي چې د ۲۰۲۳ کال اغیزې یې راکمې شي او په ۲۰۲۴ کال کې د ملخانو احتمالي لوی او ډیر ویجاړونکي خطرونو کنترول شي.

دا پداسې حال کې دي چې دغه سازمان د هند له خوا د غنمو د ۲۵۰ ټنو مرسته شویو اوړو جوپه د هرات له لارې ترلاسه کړې او په پام کې ده چې په راتلونکو اونیو کې ۲۵۰۰ مټریک ټنه نور د ځمکني ټرانزیټ له لارې افغانستان ته وارد شي.

د خوړو نړیوال پروګرام پداسې حال کې په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو د کمښت خبر ورکوي چې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې سږ کال تر اوسه د غنمو پنځه میلیونه مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي.

عمري وویل: "سږکال مونږ او تاسې د خپلو ځمکو څخه پنځه میلیونه ټنه د غنمو حاصلات لرو او دا ددې نښه ده، چې په کومو ځمکو چې تیرکال کوکنار کرل شوي و، سږکال د هغو ځمکو څخه غنم ترلاسه شوي دي او د غنمو په حاصلاتو کې یو میلیون میټریک ټن اضافه والی لرو".

خو له دې سره سره د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په نړیواله کچه د خوراکي توکو له کمبود سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې د سیاسي بدلونونو له امله رامنځته شوی اقتصادي کړکېچ او د څو لسیزو جګړو، اقلیمي ټکانونو او د ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو سخت محدودیتونه سره یو ځای شوي او په افغانستان کې د لوږې د پراخیدو سبب شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې ۱۵،۴ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې رسولې، خو د اپرېل میاشتې راهیسې اړ شوي چې اته میلیونه کسان د بودجې د کمښت له کبله د خپل دغه بیړني غبرګون له پروګرام نه وباسي.

د ملګرو ملتونو دا اداره وړاندوینه کوي چې د مۍ او اکتوبر ترمینځ به ۱۵.۳ میلیون خلک د سخت خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي او ۲.۸ میلیونه به په بیړني حالت کې وي.

د دې ادارې احصایې ښیي چې د ماشومانو په ګډون ۳.۲ میلیونه وګړي په سختې خوارځواکۍ اخته دي او ۲۸.۸ میلیونه وګړي (د افغانستان د نفوس دوه پر درې برخه) څو سکتوري بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د وږو او بې وزلو خلکو له لوی شمېر سره سره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې شاو وی لی د جمعې په ورځ جون نهمه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دوی د اکتوبر له میاشتې وروسته له افغانانو سره د مرستې لپاره بودیجه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ او لوږې د خطرناکه زیاتوالي د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG