د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۹ له پيله افغانستان کې ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي ـ WHO


د روغتیا نړیوال سازمان یا«WHO» وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو ۸۳ پېښې ثبت کړي دي.

یاد سازمان ویلي، چې پر روغتیايي تاسیساتو د جګړې د ښکېلو اړخونو د بریدونو پېښې د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۵۳ ولسوالیو کې ثبت کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د «اګست میاشتې پر ۱۸مه» پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې، د یادو بریدونو له امله ۱۳۴ روغتیايي تاسیسات زیانمن شوي، چې له ډلې۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۰ اغېزمن شوي او ۱۱۱ نور تړل شوي دي.

WHO همدارنګه زیاته کړې چې په دغه موده کې ۳۵ روغتیا پالان هم زیانمن شوي چې له ډلې، ۱۴ تنه وژل شوي، ۱۲ ټپي شوي او ۹ نور نیول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي تاسیساتو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر سره شوي چې له امله یې ګڼ افغانان له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي.

د یاد سازمان د راپور له مخې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت شوي وې.

دا په داسې حال کې ده روانه میاشت د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو د زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه کمېټې ویلي و چې روان کال یې پر روغیتايي مرکزونو او روغتیايي کار کوونکو د بریدونو ۵۱ پېښې ثبت کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو د زیاتوالې خبر ورکوي، چې د تېرې جولای میاشتې پر۹مه په میدان وردګ ولایت کې پر یو روغتیايي مرکز د افغان هوايي قواو تر برید وروسته طالبانو د همدې میاشتې پر ۱۷مه په دغه ولایت کې ۴۲ روغتیايي تاسیسات د لنډ مهال لپاره وتړل چې بېرته پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG