د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: هیله ده د افغان سولې بهیر نتیجه ورکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ هیله ښودلې چې دا بهیر نتجیه ورکړي.

ښاغلي ظریف د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۵مه» په نوي ډهلي کې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې ویلي، چې هیواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دی.

د ملي امنیت شورا لخوا په خپاره شوي بیان کې د جواد ظریف له قوله راغلي:"ایران د افغانستان د سولي له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري،‌چې دا پروسه نتیجه ورکړي."

ایران پر داسې مهال د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ ژمنه تازه کوي، چې روانه اونۍ د دغه هیواد او امریکا اړیکې د یو او بل پر اهدافو د بریدونو تر کچې ورسېدلې.

د جنورۍ پر شپږمه د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو او تر هغه څو ورځې وروسته ایران په عراق کې پر امریکايي اهدافو راکټي بریدونه وکړل.

افغان چارواکو لا وار له مخکې اندېښنه ښودلې وه، چې د امریکا او ایران رامنځته شوی کړکېچ به د افغان سولې پر بهیر هم اغېز وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دغه لیدنه کې په سیمه کې د رامنځته شوي وروستي کړکچې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره هیله ښودلې چې یاد کړکېچ د خبرو اترو له لارې هوار شي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد کړکېچ باید د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه نه کړي.

ښاغلي محب له جواد ظریف سره لیدنه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو په هدف د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې په کچه پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

دواړو لورو په نوي ډهلي کې د «رایزانا خبرو» کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي دي.

حمدالله محب او ظریف نن په نوي ډهلي کې سره لیدلي دي
حمدالله محب او ظریف نن په نوي ډهلي کې سره لیدلي دي

ظریف پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې ایران د افغان سولې د بهیر د کمزوري کولو هلې ځلې کوي.

ښاغلي پمپیو ویلي و، چې ایران د افغانستان په اړه په سیمه ییزې اجماع کې له ګډون کولو څخه د ډډې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.

وسله وال طالبان چې استازي په قطر کې له امریکايي لوري سره په مذاکراتو بوخت دي ویلي، چې د ایران او امریکا کړکېچ به د افغانستان د سولې پر بهیر اغېز ونه کړي.

XS
SM
MD
LG