د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي چې کابل کې یې د داعش درې غړي وژلي


په افغانستان کې طالب مقامات ادعا کوي چې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې دری مهم غړي وژلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دوهمه)پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه عملیات تیره شپه د کابل ښار دولسمي امنیتي حوزې اړوند په "بتخاک چاراهي" سیمه شوي دي.

مجاهد ویلي چې د یادو علمیاتو پر مهال داعش ډلې د غړو د وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر وسلې، لاسي بمونه، منفجره مواد، ريموډونه او د ماين جوړونې په ګډون په زیاته اندازه وسايل هم د هغوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې چې د داعش ډلې یادو غړو په کابل کې د بریدونو پلان لاره چې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شوه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: "داعشي خوارجو له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بريدونو لپاره کار اخيست. او پلان يې درلود چې په رمضان مياشت کې په مقدسه اماکنو او ولسي وګړو بريدونه وکړي چې لله الحمد مخکې له مخکې کشف او لمنځه يوړل شول."

نوموړي زیاته کړې چې دغو عملیاتو کې طالب سرتیرو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.د داعش ډلې تر دا مهاله په کابل کې د هغوی پر پټنځای د تر سره شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو د مارچ ۱۸ (کب ۲۶) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، اتمه او لسمه حوزه هم د داعش ډلې پر پټنځایونو د علمیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

په روانه میاشت کې د بلخ ولایت په ودانۍ کې په ځانمرګي برید کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل او دوه تنه نور کسان ووژل شول چې مسؤلیت یې د داعش ډلې منلی و.

د داعش ډلې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسولیت په غاړه اخسیتی دی. په دغو بریدونو کې په سفارتونو، ښوونځیو، جوماتونو اوپه عامه ځایونو بریدونه هم شامل دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې داعش ډله یې ماته کړې او دا ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نلري. خو ددې سره سره طالب چارواکو په کابل، بلخ، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د عملیاتو راپورونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG