د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: طالبان به هېڅکله په زوره په افغانستان حاکم نشي 


د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي‌ ولس او «اسلامي ‌جمهوريت» د افغانستان د روانې قضیې یو اړخ دي او وسله وال طالبان یې بل اړخ دي.

ښاغلي عبدالله چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای د امریکايي چارواکوسره د خبرو لپاره واشنګټن ته راغلی و، امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل: «که طالبان غواړي چې یوازې پوځي انتخاب ولري او له دې لارې مخې ته ولاړ شي، خدای ناخواسته د افغانستان د خلکو درد او کړاو به روان وي.»

هغه وویل که طالبان یوازې پوځي لاره غوره کوي، دا به د هغه لپاره مایوسونکی وي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د افغانستان د خلکو اولادونه چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي، د تېرو لاس ته راوړنو دفاع به کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورسته به ځینې سیمې کله د افغان امنیتي ځواکونو او کله د طالبانو لاسونو ته پریوځي، خو طالبان به هېڅکله په زوره په افغانستان باندې حاکم نشي.

نوموړي د طالبانو مخکني رژیم ته په اشارې وویل چې دغې ډلې یو مهال د افغانستان په ۹۰سلنې خاورې کنترول درلوده خو د افغانستان مشکل یې حل نشو کړای او په خبره یې د جنګ له لارې هېڅ نتیجې ته نشي رسېدای.

ښاغلي عبدالله وویل چې د امریکا حکومت له افغانستان سره د اړیکو په نوي باب کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان له خلکو څخه کلک ملاتړ اعلان کړ.

له ښاغلي عبدالله سره د امریکا غږ پوره مرکه وروسته خپریږي.

XS
SM
MD
LG