د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: نور نه پرېږدو چې افغانان له هېواد څخه ووځي 


افغانان له افغانستان څخه وځي
افغانان له افغانستان څخه وځي

په داسې حال کې چې بریتانیا او ځینې نور هېوادونه په امریکا باندې فشار راوړي‌ چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو ضرب الاجل وغځوي، طالابن وايي چې دا کار یو اړخیز او د اشغال د دوام په مانا دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه اګست ۲۴ (وږي دوهمه) وویل: « امریکانو ته زموږ پیغام دا دی چې د اګست تر ۳۱ دې خپل ټول اتباع له افغانستان څخه وباسي ځکه چې هم امکانات لري،‌ هم الوتکې لري او هم یې هوايي میدان په اختیار کې دی.»

نوموړي وویل چې له دې وروسته به له افغانستان څخه د افغانانو وتلو ته اجازه ورنکړي او نه هم د هغه په خبره د افغانانو په وتلو خوشحال دي.

د طالبانو ویاند وویل چې د اګست له ۳۱ وروسته به په افغانستان کې امریکایانو ته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي‌ او د دغه کار په ضد دریږي.

نوموړي‌ همدغه راز هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د طالبانو مرستیال ملا برادر په پټه د امریکا د استخباراتو له مشر سره لیدلي دي. دا په داسې حال کې دي‌ چې لا هم زرګونه کسان د کابل په هوايي ډګر کې منتظر دي چې له افغانستان څخه ووځي.

ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې څوک نه دي‌ تعقیب شوي او تحقیق شوی دي. هغه راپور رد کړ چې ګنې ځینې خلک د هغوی د تعقیب په لست کې دي.‌ هغه یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې د هغوی مشر عمومي بخښنه اعلان کړې تېر یې هېر کړی دی.

د پنجشیر ستونزه

د طالبانو ویان وویل چې د پنجشیر ستونزه په حل کېدو ده.

هغه وویل: «پنجشیر ته د موټرو او وسلو په ګډون ځینې دولتي‌ الات انتقال شوي دي. له هغوی سره خبرې پيل شوي چې دا تجهیزات وسپاري چې په زیرمو او ډیپوګانو کې ځای په ځای شي.»

هغه وویل هڅه روانه ده چې له دغو تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه وانخیستل شي. هغه د پنجشیر خلکو ته وویل چې «عزت او پانګې یې مصونې» او په امان کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امرالله صالح چې ځان یې د افغانستان مشروع سرپرست ولسمشر اعلان کړی دی، تېره ورځ یې په خپل ټویټر کې ولیکل، چې طالبانو له هغه وروسته پنجشیر ته نژدې خپل جنګیالي ځای په ځای کړل،‌ چې په خبره یې په بغلان کې یې درانه تلفات ولیدل.

ښځینه کارکوونکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په دغه کنفرانس کې وویل چې کارونو او دندو ته د افغان ښځو د بیا ګرځولو لپاره په یو طرزالعمل باندې کار کوي.

هغه وویل چې د وزارتونو او ریاستونو امنیتي مسولین تبدیلیږي او هغوی «ډېر روزل شوي نه دي او موږ ویره لرو» چې له ښځینه کارکوونکو سره کوم داسې چلند ونشي چې وځوریږي او وکړیږي.

هغه وویل چې ښځې باید د ښه امنیت تر تامېندو او کاري طرزالعمل تر جوړېدو پورې په کورونو کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه چې کارکوونکي غیر حاضر نه حسابیږي، منفک کیږي نه او په خبره یې معاشونه به یې هم ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG