د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او اوکراین ترمنځ‌ خبرې پيل شوې؛ کیف سملاسي اوربند غواړي 


د اوکراین پلاوی
د اوکراین پلاوی

نن دوشنبه فبروري ۲۸ (سلواغه نهمه) د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات پیل شول چې په اوکراین د مسکو د یرغل ختمولو ته د حل کومه لاره پیدا شي.

دا خبرې د بلاروس او اوکراین په سرحد کې پیل شوي دي. اوکراین سملاسي اوربند او له خپلې خاورې د روسي عسکرو وتل غواړي او همدغه راز ولسمشر ویلاديمر زیلینسکي له اروپايي ټولنې غوښتي چې سمدستي دې اوکراین ته د دغې ټولنې غړیتوب ورکړي.

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف او د ولسمشر سلاکار میخالیو پودولیاک له روسیې سره د مذاکراتو مشري کوي. د اوکراین ولسمشر په یو ویدیويي پیغام کې د اروپايی ټولنې د غړیتوب غوښتنه وکړه او د روسیې په سرتېرو یې غږ وکړ چې وسلې وغورځوي.

هغه وویل: « زموږ هدف دا دی چې له ټولو اروپايانو سره یو ځای شو او تر ټولو مهمه دا چې یو برابر شو. زه مطمین یم چې دا به ښه او ممکن وي.»

په همدې حال کې د ناټو مشر ینس سټولتبرنګ وايي چې له ښاغلي زیلینسکي سره یې په تیلیفون کې خبرې کړي او « د اوکراین د خلکو او وسله والو ځواکونو د شجاعت له کبله یې ستایلی» دی.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ناټو ایتلافیان [له اوکراین سره] د هوايي دفاع د میزایلو، د ټانګ ضد وسلو او بشري او مالي مرستو لپاره ګامونه چټک کړي دي.»

د روسیې او اوکراین ترمنځ داسې مهال خبرې پیل شوي دي چې مسکو له سختو اقتصادي او دپلوماتیک بندیزونو او فشارونو سره مخامخ دی. په دغه لړ کې د روسیې په مرکزي بانک بندیزونه لګول شوي دي چې ورسره یې د اسعارو د تبادلې په نړیوالو بازارونو کې د پیسو ارزښت ډیر ټېټ شوی دی.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه په اوکراین د روسیې د یرغل په اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې د روسیې ځواکونه د اوکراین د مرکز کیف په ۳۰ کیلیو مېترۍ کې ایسار پاتې دي او «د لوژیستیکي مرستو کموالی او د اوکراین ثابت مقاومت د روسیې عسکرو د پرمختګ مخه ډب» کړې ده.

تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي هم خبریالانو ته ویلي وو چې «داسې کومې نښې نښانې نه ویني چې د روسي پوځ به په کوم ښار کنترول ترلاسه» کړي. نوموړي ویلي دي چې ژر به د بلاروس ځواکونه د روسيې له ځواکونو سره یو ځای شي.

نن په اوکراین باندې د مسکو د یرغل پنځمه ورځ ده. سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر جوبایډن له خپلو یو شمېر ایتلافیانو سره د تیلیفون له لارې د اوکراین په وضعیت غږېدلی دی چې «زموږ هماهنګ ځواب متحد» شي.

د روسیې د یرغل د پیل راهېسې د اوکراین د چارواکو په وینا ۳۵۰ ولسي خلک وژل شوي دي او ۱۷۰۰ نور ژوبل شوي دي. د اوکراین د سرتېرو د مرګ ژوبلې راپورونه لا ورکړل شوي نه دي. روسیې د خپلو سرتېرو مرګ ژوبله منلې ده خو لا یې دقیق ارقام خپاره کړي نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې میشل بچلټ ویلي دي چې «۱۰۲» ولسي خلک وژل شوي خو هغه ویره لري چې تلفات به تر دې زیات وي. نوموړې وویل چې ډېر ولسي خلک د د چاودیدونکو وسلو، توغندیو د ډزو، هوايي بریدونو او راکټونو په بریدونو کې وژل شوي دي.‌ همدغه راز د جګړې له پیل راهېسې څه باندې ۵۰۰زره اوکراینیان ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG