د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: د ماربرګ په نوم نوي ویروس په تنزانیا کې پنځه تنه مړه کړي


د مربرګ ویروس
د مربرګ ویروس

په تنزانیا کې په سلګونو کسان په یو نوي ویروس اخته شوي او تراوسه د پنځو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د تنزانیا د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري اوله) دا ویروس د ماربرګ تبې په نوم یاد کړ او دا یې ایبولا ته ورته ناروغي ګڼلې ده.

د روغتیا وزیرې اومي موایمي وویل: "زموږ د عامې روغتیا د لابراتوار څېړنو موندلې چې دا ناروغي د ماربرګ ویروس له امله رامنځته شوې ده." موایمي خلکو ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې "حکومت توانېدلی چې د دې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي."

د تنزانیا د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مربرګ تبه درې ناروغان دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او لږ تر لږه د ۱۶۰ نورو هغو کسانو څارنه کیږي چې په دې ویروس اخته شوي دي.

موایمي وویل: "ویرې یا د اقتصادي فعالیتونو بندولو ته اړتیا نشته ځکه چې دا د تنزانیا دپاره لومړی ځل نه دی. موږ ټول هغه څه لرو چې ددې ساري ناروغۍ د کنترول دپاره ورته اړتیا ده."

ماربرګ یو خطرناک میکروب ګڼل شوی چې د شدیدې تبې، وینې بهېدو او حیاتي عضلاتو د درېدو سبب کیږي.

دا نوی ویروس د "فیلو ویروسونو" د ډلې برخه ګڼل کیږي چې د ایبولا ویروس هم پکې شامل دی. د ایبولا وبا په افریقايي هېوادونو کې د زرګونو کسانو د مړینې سبب شوې ده.

څېړنو ښودلې چې د ماربرګ ویروس په یو ډول شوکور شوپرک کې لیدل شوی چې پخپله پدې ویروس نه ناروغ کیږي. شوپرکان دا ویروس انسان ته لیږدوي او بیا د انسانانو ترمنځ د وینې او نورو لارو خپریږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ددې ناروغۍ د درملنې دپاره تراوسه درمل او یا واکسین ندي موندل شوي خو له ناروغانو سره د وجود د معافیت د پیاوړي کولو د درملو له لارې مرسته کېدای شي. دې سازمان همدارنګه ویلي چې ددې ویروس دپاره د واکسین په جوړولو کار روان دی.

د جنوري په میاشت کې په لومړي ځل د لویدیځې افریقا په ګینه کې ددې ویروس د خپرېدو خبر ورکړل شو چې له امله یې په دغه هېواد کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG