د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: یوګندا کې ایبولا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ ته رسیدلی


د روغتیا نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل په یوګندا کې د ایبولا ساري ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ کسانو ته رسیدلی دی.

د یاد سازمان رئیس ټډروس ادهانم ګبریوسیس په ژنیف کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په یاد هیواد کې د ایبولا ۶۰ تائید شوي، ۲۰ احتمالي موارد موجود دي، ۴۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور بیرته روغ شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل:" موږ اندیښمن یو چې ښايي په زیانمنونکو ټولنو کې د انتقال زنجیره یي حالت او ډیر تماسونه موجود وي."

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په پنځمه نیته د وژل شویو شمیر ۲۹ تنه ښودلی وو.

د یوګندا ولسمشر یووري موسیویني تیره اوونۍ د هغه هیواد د مرکز په دوو ناحیو کې د ایبولا ویروس د خپریدو له امله پر سفرونو، ګرځیدو راګرځیدو بندیز ولګاوه او عامه ځایونه یې بند کړل.

د هغه هیواد ولسمشر همدارنګه تر دې مخکې سنتي معالجینو ته ویلي وو چې د ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف په بستر کې د ناروغانو درملنه ودروي.

نوموړي همدارنه پولیسو امر کړی هغه کسان ونیسي چې په ایبولا اخته دي او د قرنطین سره مخالفت کوي.

چارواکو څرګنده کړې که څه هم یو دوه مثبتې قضیې د هغه هیواد په مرکز کمپالا کې لیدل شوي خو ویروس د هغه هیواد په مرکزي ناحیو کې خپور شوی دی.

ایبولا د بدن د مایعاتو له لارې خپریږي او عمده نښتې یې تبه، زړه بدی، خونریزی او نسناستی دي.

د ویروسونو د خپریدو مخنیوی ستونزمن دی په خاص ډول په ښاري سیمو کې. یوګندا د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کل کې د ایبولا له امله تلفات درلودل.

په یوګندا کې د ایبولا اوسنی ډول چې د سوډان د ایبولا په نامه یادیږي، تر اوسه کوم خاص واکسین هم نلري. د روغتیا نړیوال سازمان وایي په راتلونکو څو اوونیو کې به په هغو درملو کلنیکي آزمایښتونه پیل شي چې له دې ویروس سره مبارزه کولی شي.

XS
SM
MD
LG