د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: ایران کولای شي په څه کم دوو اوونیو کې د اتومي بم لپاره د سون مواد جوړ کړي


د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو سره ملاتړ کوي او سیمه بې ثباته کوي.
د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو سره ملاتړ کوي او سیمه بې ثباته کوي.

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي ایران کولای شي د اتومي بم جوړولو لپاره د دوو اوونیو څخه په لږې مودې کې په کافي اندازه مواد جوړ کړي او ښایي په یو څو میاشتو کې وکړي شي چې اتومي وسلې هم جوړې کړي.

خو د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي چې پنجشنبه مارچ ۲۳ (وري۳) یې د کانګرس غړیو ته معلومات ورکول وویل، امریکا ژمنه ده چې ایران پرې نږدې اتومي وسلې تر لاسه کړي.

جنرالي میلي زیاته کړه، " که ایران هر وخت په ریښتیني توګه د اتومي وسلې جوړولو پریکړه وکړله، د متحده ایالاتو پوځ د ملي مشرتابه لپاره ګڼ شمیر اختیارات د غور کولو لپاره ترتیب کړیدي".

مارک میلي د دې اختیاراتو په هکله نور معلومات ورنکړل خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیر کال خبرداری ورکړی و چې اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره به له زور څخه هم کار واخلي او په خبره یې دا به یې وروستی انتخاب وي.

د دې جګپوړي نظامي افسر د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال کالن کاهل هم تیره میاشت ویلي و که ایران د اتومي وسلو جوړولو پریکړه وکړي، ښایي د موادو جوړولو لپاره به یې شاوخوا ۱۲ ورځې وخت ته اړتیا ولري.

په ۲۰۱۸ کال کې چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران د نړیوالې اتومي موافقې څخه خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول، په هغه وخت کې اټکل دا و چې ایران ښایي یو کال وخت ته اړتیا ولري چې د اتومي بم جوړولو لپاره د سون مواد چمتو کړي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ایران د اتومي وړتیا په هکله دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړی ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو او اجیرو ځواکونو سره په ملاتړ کولو، سیمه بې ثباته کوي.

د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال اریک کوریلا د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا هغو ډلو چې ایران یې تر شا ولاړ دی په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو ۷۸ ځلې د ډرون الوتکو او راکټونو څخه په ګټې اخیستو بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG