د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه وطن ته ستنېدونکو افغانانو ته سرپناوې جوړېږي- طالبان


تورخم کې افغانستان ته ستانه شوي کډوال
تورخم کې افغانستان ته ستانه شوي کډوال

د طالبانو چارواکي وايي، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره ۵۰۰ لنډمهاله سرپناوې جوړوي چې د ۱۰۰ کار بشپړ شوی او د پاتې نورو کار جریان لري.

په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیون افغان کډوالو ته چې اسلام اباد وايي په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسیږي، د نومبر په لومړۍ نیټه له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو مهلت پای ته ورسید.

ددغه مهلت د اعلان راهیسې په زرګونو افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو چارواکي وايي، راستنېدونکو ته د سرپناه د بندوبست هڅې یې پیل کړي دي.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس قسمت الله مبارز وویل: "دغه کمپ د بیرته را ستنېدونکو لپاره جوړیږي. دا ۶۵۰ جریبه د زراعت مځکه ده چې پنځه سوه کورونه به جوړیږي. تشناب، د اوبو ټپ او خیمه په منظم شکل ورته دروو او د ښارګوټي په شکل به جوړیږي."

د ننګرهار په مومندرې کې کډوالو ته دا کورونو په داسې حال کې جوړیږي چې شنونکي وايي، د نړیوالو خیریه ادارو له مرستو پرته، نه طالبان دومره بودجه لري او نه هم د ټولو بیرته را ستنېدونکو افغانانو ستونزو ته حللار پیدا کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: "طالبانو ددې تر مخه چې د کورونو جوړولو چارې پیل کړي، باید اعتراض یې کړی وای. دا کډوال د میلیونونو خبره ده. دا هڅه باید د کډوالو د عالي کمشینرۍ سره په همغږۍ مخته تللې وای، ځکه طالبان دومره بودجه او امکانات نلري."

افغانستان ته ستانه شوي په زرګونو افغانان چې دا وخت د تورخم دروازې ته څېرمه د راجستر کېدو په تمه دي. یو شمېر دغه کډوال نیوکه کوي چې هر څه ورڅخه په پاکستان کې پاتې شوي او ندي پرېښودل شوي چې د نغدو پیسو په شمول خپله شتمني له ځان سره راوړي.

وطن ته ستون شوی افغان اکبروايي: "کورونه یې را ونړول، چاپې یې اچولې، بې عزتۍ یې خلکو ته واړولې او همدا یې ویل چې پنځوس کاله هم تېر کړی د یوه کمیس سره به وځۍ او هر څه به پرېږدئ. صرف مو ماشومان را ایستلي دي او د ماښام ډوډۍ نلرو."

افغانستان ته ستانه شوي کډوال د سرپناه او ابتداني اړینو امکاناتو د نشتوالي خبره کوي کوي او له طالبانو غواړي چې مرسته ورسره وکړي.

وطن ته ستون شوی افغان بختور شاه وايي: "دلته اسلامي امارت ته راغلي یو. درې شپې هلته او څلور شپې دلته په کوي. نه تشناب شته نه جماعت شته نه اوبه."

له پاکستان څخه په اجباري ډول د کډوالو د ستنولو پیل

کډوالو ته د ورکړل شوي د نومبر لومړۍ نیټې د ضرب الاجل له پوره کېدو وروسته، پاکستان د کډوالو د نیولو او په زور افغانستان ته د ستنولو د عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه لږ تر لږه ۱۱۶ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته په زور لېږدول شويدي.

په پېښور، کراچۍ، کویټه او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو دپاره ځانګړي مرکزونه پرانیستل شوي دي.

افغان کډوال محمد یونس د پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته د پېښور په ناصرباغ سيمه کې همدې ډول یو مرکز ته راوستل شوی دی. نوموړی وايي دوه مياشتې يې په زندان کې تيرې کړې او اوس پرته له کورنۍ افغانستان ته لېږدول کيږي.

محمد یونس وايي: "اوس له پېښوره افغانستان ته شړل کيږم. له پاکستانه روان يم، خوشحال هم يم او خپګان هم لرم، ځکه زما مور پلار دلته دي. هغو سره کارت و، زما کارت ورک شوى. اوس ځم ويزه پاسپورت جوړوم او بېرته راځم."

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل وروسته د تیرو څو لسیزو راهیسې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان په پاکستان کې میشت شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته نږدې ۶۰۰ زره نور افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG