د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: پاکستان د بشري او کډوالو له مسایلو خپلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" د مشرې روزا اوتونبایوا، سره په کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ستنیدلو په مسله خبرې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر دوییم (لړم ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د دغه هيواد د امنيتي ادارو د ناسم چلند، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې شوي دي.

ښاغلي بلخي لیکلي: "په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ اېستل کيږي... پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي".

همداشان ښاغلي متقي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کيږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کيږي او د منقولو شتمنيو ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ور کول کيږي.

ښاغلي متقي د ملګروملتونو او نورو نړیوال سازمانونو د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې او ویلي دي چې په دې برخه کې دې خپل مکلفیت اداکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې د يوناما مشرې، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي، او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

د پاکستان حکومت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د پاکستان د حکومت چارواکو ویلي، چې قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه یوازې د یو هیواد د اوسیدونکو په اړه نه ده او د ټولو هغو هیوادونو وګړي چې په پاکستان کې د اوسیدلو لپاره قانوني اسناد ونلري له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د افغان کډوالو د پیسو او وسایلو د انتقال لپاره یو میکانیزم جوړیږي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې ددغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو د وزیر سرفراز بګتي سره د افغان کډوالو په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د نومبردوییم (لړم ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې ډیر ژر به د افغان کډوالو د پیسو او غیر نغدي مالونو د انتقال په اړه یو میکانیزم اعلان کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو د اجباري اخراج اړوند ستونزې، په ځانګړي ډول د کډوالو د مالونواو له بانکي حسابونو د پیسو انتقال، په تورخم او چمن کې د زرګونه کډوالو بند پاتې کیدل، د پاکستاني پولیسو او عسکرو لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ستنیدونکو افغان کډوالو او اسناد لرونکو افغانانو ځورونې اړوند مسایل له ښاغلي بګتي سره په جدي ډول مطرح شوي دي.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: "په تورخم او چمن کې به نور د ښځینه او تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایومیترک نه کیږي، په تم ځایونو کې وسایل او په لارو کې د معلوماتو د ثبت ټیمونه به زیات کړي ترڅو د خلکو د تګ پروسه چټکه شي".

همداشان دغه سفارت ویلي، چې د پولیسو به جدي څارنه کوي ترڅو کډوال د تګ پرمهال ونه ځوروي او په عزت ورسره چلند وکړي.

په دې اعلامیه کې د پاکستاني امنیتي ادارو د منسوبینو له خوا د اسناد لرونکو افغانانو د ځورولو او له دغه هیواد څخه د ستنولو په اړه ویل شوي چې د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي ژمنه کړې چې یو ځل بیا به خپل امنیتي ادارو ته سپارښتنه ورکړي چې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان و نه ځوروي.

د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي و چې افغان کډوال د تورخم او چمن له لارې خپل هېواد ته د ستنیدو پرمهال له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

دغه سفارت ویلي دي: "پاکستاني پولیس په مختلفو بهانو قانوني کډوال نیسي او اسناد یې څیرې کوي. سربېره پر دې، ددغې پالیسۍ له امله د اسناد لرونکو کډوالو بانکي حسابونه بلاک شوي، د کورونو مالکینو ته امر شوی چې حتی سندلرونکو افغانانو ته هم کور په کرایه ورنه کړي، دې ته ورته ډېرې ستونزې راپیدا شوي".

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د اکتوبر د میاشتې په سر کې په دغه هیواد کې میشتود قانوني اسنادو نلرونکو د ۱.۷ میلیونو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ ورځې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو ضرب الاجل وټاکه.

د حکومت په دغه پریکړه کې ویل شوي چې د ټاکلې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي ونیول شي او د ځانګرو مرکزونو کې د ساتلو وروسته به له دغه هیواد څخه وشړل شي.

د پاکستان د حکومت دغه مهلت د چهارشنبې په ورځ نومبر اول (لړم ۱۱) پای ته ورسېد.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د فرانس‌ پرېس اژانس سره په خبرو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې ده.

اکثره کډوال په تیرو څو ورځو کې د ډیورنډ پولې ته په داسې حال کې رسېدلي چې د پاکستان پولیسو د نومبر د لومړۍ نیټې د مهلت پوره کېدو په درشل کې د افغانانو د نیولو او په زور شړلو دپاره په لسګونو د توقیف مرکزونو پرانیستل پیل کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم په دروازه کې مسئولین د چهارشنبې د شپې تر ناوخته پورې د شاوخوا ۲۸ زره ستنېدونکو کډوالو په پروسس کولو بوخت وو چې کتار یې تر اوه کیلومترو اوږد و. له هغه وروسته پر پوله تګ راتګ څه ناڅه کم شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي، یوازې له دغه ایالت څخه تر ۱۲۹ زره ډېر افغانان ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د چمن - سپین بولدک د پولې د مقاماتو په وینا، لږ تر لږه ۳۸ زره افغانان له دغې لارې افغانستان ته اوښتي دي.

افغانستان ته په یو وخت د لوی شمېر افغان کډوالو ستنېدو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د افغانستان په خوا کې فشارونه زیات کړي دي.

چارواکي د ستنو شویو افغانانو د راجستر کولو لړۍ پیل کړې ده. له پاکستان څخه ستانه شوي ځینې افغانان په لومړي ځل په افغانستان کې پښه ږدي.

په افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو پر مهال په میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات کسان ونیول شول، په داسې حال کې چې پولیسو د بلوچستان په کویټه کې ۴۲۵ افغانان ونیول.

د کراچۍ د ښار مرستیال سعد بن اسد فرانس پرس ته وویل: "د ناقانونه کډوالو پر ضد عملیات به دوام ولري."

رینا امیري او مسعود خان کتنه

د افغان میرمنو په ګډون د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو د ایستلو په اړوند مسلو په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر مسعودخان سره د کتنې خبر ورکړی دی.

میرمن امیري ویلي: "د سفیر مسعود خان سره مې په کتنه کې افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د بیړني وضعیت مسله راپورته کړه . افغانستان ته د ښځو او نورو زیانمننونکو ډلو د ستنولو د اغیزو او د ستنیدو پر مهال چې هغوی د کومو ګواښونو سره مخ کیدای شي بحث وکړ".

په عین وخت کې د پاکستان د پوهنې عالي کمیسیون په دغه هیواد کې افغان زده کوونکو ته د ۴۵۰۰ نویو تحصیلي بورسونو اعلان کړی دی.

دغې ادارې ویلي، چې ددغو نوو بورسونو له لارې به افغانانو ته د پاکستان په معترو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.

د پاکستان حکومت ددې دمخه هم په دوو نورو پړاونو کې هم ددغه هیواد په پوهنتونونو کې سلګونو افغان زده کوونکو ته د زدو کړو د دوام لپاره تحصیلي بورسونه ورکړي و.

د پاکستان د پوهنې عالي کمیسیون دا اعلان د پاکستان د پوهنتونونو څخه د ۲۸۱ افغان فارغانو د فراغت په مناسبت د پنجشنبې په ورځ یوې جوړې شوې غونډې کې کړی دی.

په دې غونډه کې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم ګډون کړی و.

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG