د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانانو د اخراج د مخنیوي نوی پروګرام اعلان کړ


امریکا ته راغلي‌ افغانان
امریکا ته راغلي‌ افغانان

د امریکا حکومت نويو راغلیو افغانانو ته داسې یو پروګرام اعلان کړی دی چې افغانستان ته د هغوی د شړل کېدو مخه نیسي او موقته محافظتي اقامه ورکوي.‌

امریکايی‌ رسنۍ وايي په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌ چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې د مارچ تر ۱۵ مخکې امریکا ته راغلي دي. هغوی چې وروسته راځي، د اوس لپاره په دغه پروګرام کې شامل نه دي.

د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې راهېسې له افغانستان څخه امریکا ته ۷۶۰۰۰ افغانان انتقال شوي او ځای په ځای شوي‌ دي. امریکايي چارواکي وايي چې په دې ډلې کې ۳۷۰۰۰ یې د مهاجرت ځانګړي پروګرام ته [دایمي اقامه/ګرین کارډ] واجد شرایط ګڼل کېږي. دوی یا یې د کورنۍ غړيو د امریکا له حکومت سره کار کړی دی.

دا نوی پروګرام (Temporary Protected Status) نومېږي چې متحدو ایالتونو ته نویو راغلیو افغانانو ته موقته محافظتي اقامه ورکوي.

د امریکايي رسنۍ سي بي اس د راپور په اساس د دغه پروګرام له مخې نوي راغلي افغانان به د ۱۸ میاشتو لپاره په امریکا کې ژوند او کار کولای شي او افغانستان ته له شړل کېدو څخه به خوندي وي. امریکا ته نوي اکثریت راغليو افغانانو ته د بشري خواخوږۍ په اساس موقته اقامه ورکړل شوې چې او دایمي اقامې ته باید غوښتلنیک وسپاري.

داسې اندېښنې هم شته چې په نویو راغلیو کې یو شمېر پوره اسناد نلري‌ او هسې نه چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکولای شي، چې د تاوتریخوالي، طبیعي افاتو او یا کومې بل فوقع العاده پېښې له کبله،‌ خپلو هېوادونو ته ستنېدلای نشي.‌

د امریکا د داخلي امنیت وزیر الهیندرو ماریوکس (Alejandro Mayorkas) نن چهارشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) دا پروګرام اعلان کړ.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له لوري‌ په زوره د واک ترلاسه کولو، په ولسي خلکو باندې د داعش بریدونو، بشري کړکیچ او نور وضعیت ته په کتو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه مشخص پروګرام « به اعتباري همکارانو او هغوی اسیپ پذیره افغانانو ته چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان د امریکا د پوځي، دپلوماتیک او بشري ماموریت حمایت کړی، نور خوندیتوب او ضمانت» ورکوي.

هغه همدغه راز په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې ته هم اشاره وکړه.

له افغانستان د انتقال په پروګرام کې امریکا ته یو شمېر راغلي افغانان وار د مخه په امریکا کې ځای په ځای شوي‌دي. په دوی کې یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، خبریالان، د مدني حقونو فعالان، د مخکني حکومت مقامات او نور شامل دي.

د دوی اکثریت ته یې د کار جوازونه او نور اړوند اسناد ورکړل شوي،‌ خو لا هم په امریکا کې یې د دایمې اوسېدو اسناد نه دي ترلاسه کړي. په همدې حال کې د مهاجرت ځینې ادارې داسې هلې ځلې پیل کړې دي چې د تخلیې په پروګرام کې نویو راغلیو افغانانو ته د امریکا دایمي اقامه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG