د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا کې د ګازو ټانکر په چاودنې کې ۱۵ تنه وژل شوي


د جنوبي افریقا پایتخت جوهانزبرګ سره نږدې د ګازو ټانکر په چاودنې کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپي شویدي.

د اضطراري چارو مسؤلینو شنبه ډسمبر ۲۴ (مرغومي۳) ویلي چې پیښه د بوکزبرګ په ښار کې شوې چې د پایتخت ختیځ خوا ته پروت دی.

د اضطراري چارو یو چارواکو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پدې ټانکر کې مایع غاز بار و او یو روغتون او د خلکو د اوسیدو کورونو سره نږدې د یو پله لاندې بند پاتې و.

چارواکي وایي چې د اور وژنې عمله سیمې ته ورغلې و چې د ټانکر اور مړ کړي خو لږ شیبه وروسته وچاودید.

په چاودنې کې د اور وژنې شپږ عمله او د ټانکر چلوونکی هم ټپي شوی چې مسؤلینو ویلي روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د پله د لاندې څخه د بند پاتې شوي ټانکر څخه لمبې پورته کیږي.

داسې ښکاري چې ټانکر د پله څخه نشوی تیریدی ځکه چې پول ټیټ و او له همدې کبله پکې ټانکر بند شوی و.

پدې ټانکر کې ۶۰ زره لیټره مایع ګاز بار و .

د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلي چې په ټپي شویو کې نیمایي یې په جدي حالت کې دي خو پنځلس نور یې داسې ټپي شوي چې د جوړیدو په هکله یې اندیښنه نشته.

د پیښې یوې عینې شاهدې ژان بویسین ویلي چې په محلي وخت سهار وختي یې د غټې چاودنې غږ واورید او وروسته یې د بام څخه ولیدل چې د پله لاندې څخه لمبې پورته کیدلې.

XS
SM
MD
LG