د لاس رسي وړ اتصالات

په کروناویروس اخته شاوخوا ۹۰زره کسان بېرته ښه شوي


دا مهال د نړۍ په ۱۷۶هېوادونو کې د کروناویروس خپور دی
دا مهال د نړۍ په ۱۷۶هېوادونو کې د کروناویروس خپور دی

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شوی دی، د امریکا د جان هاپکنس پوهنتون معلومات ښيي‌ چې په دغه ویروس باندې اخته ۸۹۸۹۱ کسان بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا ویروس د نړۍ په شپږو نورو هېوادونو کې هم خپور شوی دی. دا مهال د نړۍ په ۱۷۶ هېوادونو کې خلک په کرونا ویروس اخته دي.

د چین چارواکي‌وایي ډېر داسې خلک وو چې په وجود کې یې دکرونا علایم نه لیدل کېدل خو په دغه ویروس اخته وو، اوس بېرته رغېدلي دي.

متخصصین وایي ممکن ډېر وخت ونیسي چې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي علتونه معلوم شي او په دغه برخه کې د چین معلومات ښايي ډېره مرسته وکړي.

د معلوماتو په اساس تر ښځو نارینه په دغه ویروس ډېر اخته کیږي.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ دوه ډوله درمل د کروناویروس د معالجې لپاره تبلیغ کړي دي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ماښام په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ملاریا ضد درمل "کلوروکین"د کروناویروس د معالجې لپاره هیله بخښوونکې نتیجه ورکړې ده.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز ویلي دي چې د امریکا د غذايي موادو او درملو د ارزونې ادارې د "رمداسفیر"په نامه درمل هم د کرونا ویروس د معالجې لپاره پېشنهاد کړي دي.

تر دې دمه کرونا ویروس په نړۍ کې ۱۱۸۶۸ کسان مړه کړي او ۲۸۴۵۶۶ نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG