د لاس رسي وړ اتصالات

د قوماندان مسعود ۲۲ تلین؛ مقاومت عالي شورا: نړۍ باید د افغانستان راتلوونکې په اړه بې تفاوته نه اوسي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې شورا د پخوانیو مجاهدینو د یو قوماندان احمدشاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د راتلوونکې په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

په دغه شورا کې د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر ډلو د مشرانو، قوماندانانو او د مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون د طالبانو د حکومت ځینې مخالف مشران او چارواکي چې ټول په بهر کې دیره دي غړیتوب لري.

ددغې شورا له خوا په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ سپتمبر نهم (وږي ۱۸) خپره شوې ویل شوي، چې افغانستان د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کیدو ۲۲ کاله وروسته د ژوند په ټولو برخو کې شاته تللی او د یوې توري او خونړۍ تراژیدۍ سره مخ شوی دی.

ددغې شورا په اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې پر افغانستان باندې د 'طالبانو د غیر مشروع او ظالمانه واک' مخه دې ونیسي.

د جمعیت اسلامي د ګوند د مجاهدینو پخوانی قوماندان احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهمه د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د دو عربو تروریستانو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي و، په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

هغه مهال چې طالبان افغانستان کې په لومړي ځل واک ته رسیدلي و، د قوماندان احمدشاه مسعود په مشرۍ ځواکونه د ملي مقاومت په نوم یوې پوځي جبهې تر چتر لاندې ورسره کابل ولایت سره نږدې د پروان ولایت په ګډون په څو ولایتونو کې په جګړه بوخت و.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او په تیر رژیم کې د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې دواړه په کابل کې اوسیږي په جلا جلا پیغامونو کې د افغانستان د ازادۍ لپاره د قوماندان احمدشاه مسعود د اوږدې مبارزې ستاینه کړې ده.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه اعلامیه کې، چې د ایکس ټولنیزې شبکه کې یې په خپله پاڼه خپره کړې ویلي: "د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت د هغه د وطندوستۍ او سرښیندنې یادونه او درناوی کوم. شهید احمدشاه مسعود زمونږ د هیواد ستر مجاهد او په هیواد مین شخصیت و چې تر شهادته یې د افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره نه هېرېدونکې مبارزه وکړه. روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې".

په تیر رژیم کې د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د قوماندان احمدشاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت په یو پیغام کې چې ایکس په شبکه کې یې په خپله پاڼه خپور کړی ویلي، چې د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په اتلسمه، افغانستان خپل یو رښتینی او زړه سواندی بچی له لاسه ورکړ.

ښاغلي عبدالله ویلي: "احمدشاه مسعود چې د افغانستان له با تدبیره شخصیتونو څخه و، له زړه نه په دې باور و، چې د افغانستان د ستونزو حل د هېوادوالو د مساوي حقونو په تامین کې نغښتی دی. امر صاحب شهید پوهېده چې ټولو هېوادوالو د افغانستان د تمدن او فرهنګ په ایجاد او غني کولو کې هڅې کړي او له ټولو تفاوتونو او ځانګړنو سره سره په یوه جغرافیه کې ژوند کوي".

په افغانستان کې د جمهوریت د رژیم پر مهال د قوماندان احمدشاه مسعود ته ملي قهرمان لقب ورکړ شو او د هغه تلین به هر کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیده. همداشان هغه مهال د وږي اتلسمه په افغانستان کې د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان شوې وه.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې ددغې ورځې په مناسبت کومه رسمي غونډه نه ده جوړه کړې او عمومي رخصتي یې هم لغوه کړې ده.

د قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود اوس مهال د «مقاومت د ملي جبهې» په نوم د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې جبهې مشري په غاړه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG