د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: د منځنۍ اسیا هیوادونه دې د افغانستان د پخواني پوځ هلیکوپترې د مقاومت جبهې ته ورکړي


د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم
د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د پخوانیو وسله والو ځواکونو الوتکې چې له دوی سره دي د مقاومت د جبهې ځواکونو ته ورکړي.

عبدالرشید دوستم په لندن کې د مقاومت د جبهې د یو پخواني قوماندان خیر محمد خیرخواه په یاد غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې د افغانستان د پخوانیو ځواکونو لږ تر لږه ۴۰ الوتکې او هلیکوپترې پدې هیوادونو کې موجودې دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو او د کابل له سقوط څو ساعته مخکې یو شمېر افغان پوځيان د خپلو کورنیو له غړو سره په ۵۰ الوتکو او هلیکوپترو کې اوزبیکستان او تاجیکستان ته وتښتیدل. دغه الوتکې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت له هوایي ځواک سره مرسته شوې وې.

تر دې وړاندې طالبانو هم له دغو هېوادونو غوښتي وو، چې د افغان پوځ دغه پخواني هیلکوپترې او الوتکې د دوی حکومت ته وسپاري.

خو د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې دغه هلیکوپترې د طالبانو پورې اړه نه لري او ښايي امریکا تاجیکستان ته اجازه ورکړي چې د افغان هوايي ځواک دغه الوتکې چې د امریکايي روزل شویو پیلوټانو له خوا هغه هېواد ته انتقال شوي وساتي.

اوزبیکستاني مقاماتو هم ویلي چې د افغان هوايي ځواک لسګونه الوتکې چې د دغه هېواد د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا اوزبیکستان ته راوړل شوې وې، د امریکا ملکیت دی او طالبانو ته به ور نه کړل شي.

عبدالرشید دوستم پدې ترڅ کې د حمل په میاشت کې د طالبانو د حکومت پر ضد د احتمالي اقداماتو د پیل اعلان وکړ او حتی د مقاومت د جبهې له جنګیالیو یې وغوښتل چې د حمل تر میاشتې پورې له طالبانو سره مخامخ نه شي.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې د مقاومت د عالي شورا مشران باید د افغانستان د ژغورلو لپاره متحرک شي او د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل شي.

عبدالرشید دوستم همداشان د طالبانو پر وړاندې د یو واحد صف د جوړیدو غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د «اندرابیانو، پنجشیریانو او زموږ د مشرانو وینه پر ځمکه نه پاتې کیږي» او له طالبانو به د هغوی غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز د یو راپور له مخې چې په ۱۳۹۱ کال کې خپور شوی و، د عبدالرشید دوستم په مشرۍ ځواکونه د دشت لیلي په سیمه کې د شاوخوا دوه زره اسیر شویو طالبانو په وژلو تورن دي - هغه پیښه چې د ملي جبهې د ایتلاف ویاند هغه وخت رد کړې وه.

د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود هم په دې غونډه کې په راتلونکي فصل کې د «پیښو» یادونه وکړه.

هغه وویل: "زه هیله لرم چې په رب باندې په توکل، په دې همغږي، متحد او یو لاس روحیې سره، موږ به په راتلونکي موسم، راتلونکو موسمونو او راتلونکو کلونو کې د ښو پیښو شاهدان واوسو."

خو هغه هم پدې هکله زیات معلومات ورنکړل.

عبدالرشید دوستم وویل چې د افغانستان د ژغورنې لپاره باید د مقاومت عالي شورا ژر تر ژره خپل سیاسي پلان وړاندې کړي او د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پریکړه وکړي ځکه چې د ده په وینا "طالبان به پاتې نشي".

د افغانستان د پخواني حکومت دغه پخواني چارواکي پر امریکا نیوکه وکړه او ویې ویل چې افغانستان ته باید پیسې ونه لېږي. نوموړي زیاته کړه، چې امریکا تل له ترهګرۍ سره د مبارزې خبره کوي، خو "د ډالرو په لیږلو سره د تروریزم سره مبارزه نه کیږي".

خو امریکا تل ټینګار کړی چې افغانستان ته رالېږل شوې پیسې داسې تنظیم شوي چې طالبان ترې ګټه پورته نه کړي او دا مرستې یوازې په افغانستان کې پر اړمنو کسانو وېشل کېږي.

په دې غونډه کې احمد مسعود، عبدالرب رسول سیاف، محمد مصباح او یونس قانوني هم برخه لرله.

د طالبانو ډله وروستی ځل په ۱۹۹۶ کال کې د پخوانیو جهادي تنظیمونو تر منځ د خونړیو جګړو پر مهال راڅرګنده شوه، خو په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې له خونړي برید شاوخوا پنځه کاله وروسته د ایتلافي ځواکونو له خوا له واکه وشړل شوه، خو له ۲۰ کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوه.

دغې دأې د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په ډول د نجونو لپاره منځني ښوونځي، لیسې او پوهنتونونه بند کړل او ښځې یې د کار کولو، تفریحی پارکونو او حتی عامه حمامونو ته له تلو منع کړې.

له څه باندې یو نیم کال وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG