د لاس رسي وړ اتصالات

د استازو خونې د امریکا پوځ د افغان همکارانو د انتقال قانون تصویب کړ


د امریکا د کانګرس د استازو خونې غړو په قاطع اکثریت سره د هغه قانون طرحې ته رایه ورکړه چې په زرګونو افغانان چې په افغانستانکې یې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو او یا نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي.

د پنجشنبې د ورځې جولای ۲ (چنګاښ ۳۱) په رای اچونه کې د استازو د خونې ۴.۷ وکیلانو ددې قانونپه ملاتړ او ۱۶ غړو مخالفې رای ورکړې او ټاکل شوې چې دغه قانون د تصویب لپاره د امریکا سنا ته واستول شي.

د امریکا د کانګرس زیات شمیر غړو اندیښنه څرګنده کړې چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بشپړه وتلو سره ښایي د طالبانوډله د هغو کسانو نه د غچ اخیستنې په لټه کې شي چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو سره همکار وو.

د فلوریدا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي او د ویتنام په جګړه کې پخواني پوځي نیل دن په پوره هیجان سره د ویتنام په جګړه کې دامریکایي سرتیرو د وتلو یادونه وکړه چې له وتلو وروسته زیات شمیر ویتنامیان چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کار کړی و ونیولشول او حتی ووژل شول.

ښاغلي دن ددې قانون د لایحې نه د ملاتړ لپاره د استازو د هڅولو په مقصد وویل: "نشم کولای دا کار بیا وکړم. باید بیا هم داسې ونکړو. باید ټول هغه کسان چې په مبارزه کې زمونږ لپاره [امریکا ته] مهم وو، راوړوو. لطفاً یو ځل بیا د امریکا دوستان مه خوشې کوئ."

همداشان د کانګرس غړي د مهاجرت نورو ۸۰۰۰ خاصو ویزو د تخصیص غوښتنه کوي. تر اوسه د ځانګړو ویزو پروګرام ته ۲۶۵۰۰ ویزېتخصیص شوي دي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي د هغوکسانو څخه د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه اندیښنې زیاتې شوې چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونه سره کار کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر ۹۵ فیصده بشپړ شوی دی او ټاکل شوې چې د اګست تر۳۱ پورې دغه بهیر بشپړ شي.

د امریکا د حکومت مقامات وایي شاو خوا ۲۰ زره افغانانو امریکا ته د مهاجرت ځانګړو ویزو ته درخواستونه ورکړي دي، چې ددغودرخواستونو نیمایي برخه د ارزونې په مقدماتي مرحله کې دي.

XS
SM
MD
LG