د لاس رسي وړ اتصالات

بحرین د 'ایران له سپاه پاسداران' سره د اړیکو درلودلو په تور ۴۱ کسان نیولي

د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۱ کسان یې د "ایران له سپاه پاسدران" سره د اړیکو درلودلو په تور نیولي دي.

د بحرین خبري آژانس د یاد هیواد د کورنیو چارو وزارت په قول لیکلي چې دا کسان د سپاه پاسداران پورې د یوې تړلې کړۍ غړي وو او په اړه یې قانوني اقدامات پیل شوي دي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت په نقل زیاته شوې چې د پلټڼو او څیړنو عملیات دوام لري او د هر هغه کس په وړاندې به اقدام وشي چې ثابته شي په دې ډله کې غړیتوب لري او د قانون خلاف یې څه کړي وي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت په وینا، د نیونو دا عملیات د امنیتي راپورونو او تحقیقاتو او همدارنګه له بهرنیو اړخونو سره د جاسوسۍ او د ایران له ښکاره تیري سره د خواخوږۍ د ثابتو شویو دوسیو په اړه د یاد هیواد د څارنوالۍ د تیرو څیړنو په دوام ترسره شوي دي.

بلخوا د بحرین ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د بحرین پارلمان خپل درې غړي د ایران له رژیم څخه د ملاتړ په تور له دندو ګوښه کړي دي.

د بحرین د پارلمان د قانون جوړونې او حقوقي چارو د کمیسیون له خوا د غړیتوب د لغوه کیدو د وړاندیز په لړ کې ، دغو دریو کسانو، د تورنو په وړاندې بحرین د حکومت په اقداماتو او دا چې ویلي دي هغوی په بحرین باندې د ایران د رژیم د بریدونو ستاینه کړې، نیوکه کړې ده.

تر دې مخکې د بحرین پادشاه حمد بن عیسي آل خلیفه د یاد هیواد د پارلمان یو شمیر غړو ته یو لړ نیوکې راجع کړې او د هغوی په اړه یې وویل"د جنایتکارانو په ډله کې ولاړ دي."

د بحرین حکومت همدارنګه د اپریل په ۲۷مه نیټه اعلان وکړ چې د ۶۹ کسانو تابعیت یې لغوه کړی او په دې اړه یې وویل چې د یادو کسانو تابعیت یې د ایران له ناوړه اقداماتو څخه د ملاتړ او ستایلو او یا هم د بهرنیو کړیو سره د اړیکو له امله لغوه کړی دی.

بلخوا د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بحرین له خوا د ایران د سپاه پاسداران سره د اړیکو له امله په هغه هیواد کې د یوې ډلي د نیولو هرکلی کړی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې هیواد یې د بحرین د هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي چې د خپل امنیت او واکمني د ساتلو لپاره یې غور کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG