د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له اروپا څخه د افغان کډوالو په شړلو کې بیړه پکار نده


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فلیپو ګرانډي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فلیپو ګرانډي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپو ګرانډي له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته د کډوالو په ستنولو کې بېړه ونکړي.

فلېپو ګراندي افغانستان او پاکستان ته له سفر وروسته د ( سپټمبر په ۱۰ ) خبریالانو ته وویل د افغانستان حالات ښه نه دي او د افغان کډوالو بیرته ستنول زیات دقت ته اړتیا لري.

نوموړي وویل له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو هڅې مثبت ګام دی اما دا پروسه پیچلې ده " فکر کوم له طالبانو سره د خبرو هڅې یو مثبت ګام دی. زه وایم که دا خبري بریالۍ شي نو له دې سره به د کډوالو د مشکل په کمیدو کې ډیره مرسته وشي. همدغه ناامنۍ دي چې خلک بیځایه کیږي او هیواد ته د هغوی د ستنیدو مخه نیسي. خو دا هم واضح ده چې له سیاسي پلوه ددې کار کول ډیر ستوزمن دی."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر زیاته کړه ، په اروپا کې تر یو لړ بریدونو وروسته د ټولو کډوالو په ځانګړې ډول د افغان کډوالو په اړه اندیښنه لري. نوموړي وویل په افغانستان کې امنیتي حالت خراب دی او د پارلماني او ولسمشریزو انتخاباتو په رانږدې کیدو سره وضعیت ممکن نور هم خراب شي.

که څه هم اروپايی هیوادونو د ټولو کډوالو په ځانګړې دول د افغان کډوالو د ایستلو فشار زیات کړی خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ له دې هیوادونو غواړي چې د کډوالو په ایستلو کې دې له احتیاط څخه کار واخلي.

فلیپو ګرانډي وايي" اکثریت کډوال او پناه غوښتونکي جرم نه کوي خو برعکس له تبعیض څخه متاثره کیږي. په مختلفو هیوادونو کې د بیلابیلو تاوتریخوالو او سپکاويو شاهدان یو. خو د یوه کس د جرم له امله د ټولو کډوالو بدنامه کول خطرناک کار دی او زه د ټولو هیوادونو چې ممکن دا جرایم پکې شوي وي او یا هم وشي غواړم له دې حالت سره په ډیر احتیاط چلند وکړي، ځکه دا وضعیت ممکن دغه اسیب پذیره کډوال غچ اخیستو ته وهڅوي. "

په جرمني کې یو شمیر افغانان تر یو لړ بریدونو وروسته نیول شوي دي چې په دې هیواد کې د ښې اړخو د بې سارو مظاهرو لامل شو.

له اروپا څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندیښنې په داسې حال کې زیاتیږي چې یوه افغان تبعه څو ورځې وړاندې په فرانسه کې څو تنه د چاړې په ګزارونو ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG