د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۱۸کال کې۲۶زره افغان کډوال له ترکیې راستانه شوي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي، په روان ۲۰۱۸ مېلادي کال کې له ترکیې څخه ۲۶زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزات وايي، یاد افغان کډوال په ترکې کې د کډوالو لپاره د شرایطو تر سختېدو وروسته په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت لخوا په داوطلبانه ډول راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت د شنبې په ورځ د«لړم پر ۲۶مه» امریکا ږغ ته وویل چې راستانه شوي هغه کډوال دي چې اروپا ته د رسېدو په هدف ترکیې ته تللي و.

افغان کډوال
افغان کډوال

هغه وویل: "د ترکیې دولت لخوا په ښکاره ډول داسې څه نه لیدل کېدل چې هلته د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي، او هغه ازادي چې کډوال یې لري نه وو ورکړي، افغانان په ترکیه کې زورول کېږي."

جرأت همدارنګه وویل چې په روانه میاشت کې اتلس سوه افغان کډوال له ترکیې راستانه شوي چې دغه لړۍ ادامه لري.

ښاغلي جرأت زیاته کړه چې افغان حکومت له ترکي چارواکو سره له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو د بېرته راستولو پر څرنګوالې خبرې روانې کړي چې د یو قانوني چوکاټ په رامنځته کېدو سره به هلته د مېشتو افغان کډالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

ترکیې څخه راستانه شوي افغان کډوال
ترکیې څخه راستانه شوي افغان کډوال

​جرأت وايي، دا مهاله په ترکیې کې یولک افغان کډوال مېشت دي چې ۸۰زره یې اروپا ته د رسېدو په هدف هلته تللي او پاته نور یې هلته له پنځو څخه تر ۲۰کلونو پورې قانوني اقامه لري.

هغه وايي، په ترکیه کې د افغان کډالو لپاره د اوسېدو شرایط مناسب نه دي.

د افغانستان د کډالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت د معلوماتو لمخې په اندونیزیا کې هم له ۴ څخه تر ۵ زرو پورې افغان کډوال مېشت دي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د روان کال په وري میاشت کې د اندونیزیا د بورنیو جزیرې د مهاجرو په توقیف ځای کې مېشتو افغان کډوالو د خپل ناڅرګند برخلیک له امله اعتراضونه پيل کړي وو.

XS
SM
MD
LG