د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر بندیز یوه ورځ وروسته د تاریاکو بیه درې برابره لوړه شوې


د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کښت تر بندیز لګولو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د تاریاکو بیې درې چنده لوړې شوي دي.

د تاریاکو پلورونکي وايي چې مخکې په افغانستان کې یو من ښه تاریاک من په ۸۵زره کالداري و، خو وايي چې د طالبانو د مشر تر فرمان وروسته د یو من تاریاکو بیه څه باندې ۲لکه کالدارو ته پورته شوې ده.

په هلمند ولایت کې د تریاکو یو پلورونکي د نوم نه خپرېدو په شرط نن دوشنبه اپرېل ۴(وري ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د تاریاکو پر کښت بندیز د تاریاکو بیې په بېساري توګه لوړي کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:"تر پرون سهار نهو بجو پوري د تاریاکو من په ۸۵زره کالداري و، خو تر لسو بجو وروسته چې د طالبانو مشر یې د کښت بندولو امر وکړ د تاریاکو یو من بیه تر ۲لکه کالدارو پورته شوه، نن هم له نیمروز، فراه، هلمند، کندهار او رزوګان کې چې ټول لوی کندهار کیږي د یو من تاریاکو بیه له یولک۲۰زره کالدارو څخه تر یو لک ۹۰زره کالدارو پوري وه، دا بیې تغیر کوي."

د سرچینې په وینا کومو کسانو چې پیسې لرلې د تاریاکو رانیولو ته مخه کړې ده او په خبره یې بیې د لوړېدو په حال کیدي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده تیره ورځ د یو فرمان په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا پرون یکشنبه اپرېل دریمه (وري ۱۴) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.

په دغه فرمان کې ویل شوی: "د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نکوي... د فر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به."

د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي که هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي.

پرهمدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر ایان مککري په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید منع کول یو مثبت ګام بللی، خو وايي چې عملي کول به یې کلیدي وي.

نوموړي زیاته کړې چې د کرنې یو قانوني او سالم سکتور به هم د افغانستان له اقتصاد او هغه ددغه هیواد له خلکو سره مرسته وکړي.

د طالبانو مشر پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندېدو فرمان ورکوي چې همدا اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ټولولو وخت دی او خلکو په پراخه پیمانه کوکنار کرلي دي.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د مارچ نهمه (کب ۱۸) د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې ویلي وو که نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د طالبانو حکومت ژمن دی د مخدره موادو د کښت او کروندو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرمونو پر ضد ادارې رپوټ ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د مخدراتو ستر تولیدونکی هیواد دی چې د نړۍ ۸۰فیصده اپین تولیدوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې د مخدراتو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۱ فیصده جوړوي.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ په وخت -۱۹۹۶-۲۰۰۱- لومړۍ افغانستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۴۱زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیدل، خو پّ ۲۰۰۰ کال کې دا شمیره ۶۴زره هکتاره کښت ته ورسیدله.

په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو د کوکنارو کښت بند کړ او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ۲۰۰۱ کال د می په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې صفر ته راټیټ شوی و.

XS
SM
MD
LG