د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د کوکنارو کرکیله


په لغمان کې د کوکنارو کرکیله
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کړی دی او لامل یې دا دی چې د کوکنارو کښت ازاد دی او څوک یې مخه نه نیسي. 

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کړی دی او لامل یې دا دی چې د کوکنارو کښت ازاد دی او څوک یې مخه نه نیسي.

د قرغیو ولسوالۍ یو کروندګر عبدالشکور وویل چې ځمکه يې په اجاره نیولې او د نورو کښتونو ترڅنګ يې شاو خوا نیم جریب ځمکه باندې کوکنار کرلي دي.

عبدالشکور سهار وختې مهال په کرونده کې بوخت دی او هڅه کوي فصل يې ښه حاصلات ورکړي.

هغه وايي کوکنار يې زړه نا زړه کرلي او اوس يې پالنه کوي تر څو حاصلات ورکړي، خو په باور يې دا چې سږ کال ډېرو خلکو کوکنار کرلي نو ښايي ډيره ګټه ورته ونه کړي.

عبدالشکور وویل"کوکنار خو سږ کال زښت زیات کرل شوي دي، آن الینګار او علیشنګ، دېخوا دا چهارباغ کې هم کوکنار کرل شوي دي. سږکال نسبت پخوا نه، پخوا بند ول کوکنار سږ کال ازاد دي څوک ورته څه نه وايي زښت زیات کرل شوي دي او اوس زه په کې خیشاوه کوم."

عبدالشکور وايي، تر اوسه د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کرلو په وجه هیڅ کومه ستونزه ورته نده جوړه شوې.

د راپورونو په اساس نه یوازې لغمان بلکې د افغانستان په مختلفو سیمو کې سږ کال په پراخه کچه د کوکنارو کښت شوی او لامل یې د طالبانو له لوري د اقداماتو نشتون یادیږي.

XS
SM
MD
LG