د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د بدیل معیشت پروګرامونه له ستونزو سره مخ دي: د ننګرهار د کرهڼې رئيس 


ننګرهار کې د بدیل معیشت پروګرامونه له ستونزو سره مخ دي: د ننګرهار د کرهڼې رئيس 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

په ننګرهار کې د کرهڼې ریاست چارواکي وایې، که څه هم یوازې سږ کال یې په ۱۲ولسوالیو کې په ۱۲۵۰ جریبه ځمکه باندې د میوو باغونه جوړ کړي خو پدغه ولایت کې د بدیل معیشت پروګرامونه په بیړني حالت کې دي. 

په ننګرهار کې د کرهڼې ریاست چارواکي وایې، که څه هم یوازې سږ کال یې په ۱۲ولسوالیو کې په ۱۲۵۰ جریبه ځمکه باندې د میوو باغونه جوړ کړي خو پدغه ولایت کې د بدیل معیشت پروګرامونه په بیړني حالت کې دي.

د طالبانو د حکومت د ننګرهار د کرهڼې رئيس مولوي عبدالستار محمد وايي، چې د بدیل معیشت پروګرامونه کمزوري دي خو پدې هڅه کې دي، چې دا پروګرامونه پيل شي.

په ورته وخت کې د کرهڼې رئيس وايي، چې سږ کال یې د کوکنارو د بدیل په توګه د باغونو جوړولو لړۍ ته هم دوام ورکړی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د زردالو، شفتالو او د مالټو باغونه کرل شوي دي. باغدارۍ ته ځکه مونږ ډېر پام کړی دی چې د باغدارانو اقتصاد لوړ شي او د مخدره موادو نه یې ذهن او نظر را وګرځي."

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې رئيس دا هم وايي، چې د تېر په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی دی.

هغه وویل: "د کوکنارو په هکله خو به دومره درته ووایم چې ان شاءالله د پخوا په پرتله به دومره کرل شوي وي چې هغه د نشت حساب وي، خو مونږه خواري کوو چې دهقانانو ته هغه وسایل او اسباب برابر شي چې باغداري ورته وشي چې په دې کې مونږ ډېر کار کړی دی."

د کرهڼې رئيس داسې مهال د کوکنارو د کر د کمي خبره کوي، چې بل لورته ددغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې دهقانانو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو له لوري د واضح دریځ د نشتون له امله یې په پراخه کچه په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کر کړی دی او حتی د ننګرهار په هغو سیمو کې هم یو ځل بیا کوکنار کرل شوي دي، چې په تیرو څو کلونو کې نه وو کرل شوي.

XS
SM
MD
LG