د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو لخوا د امریکا غږ ویب پاڼې بندول د رسنیو ځپل دي


د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو حکومت لخوا د امریکا غږ د پښتو او دري او ازادي راډیو د ویب سایټونو تړل کېدو ته غبرګون ښودلی او دغه اقدام یې په افغانستان کې د رسنیو ځپلو په وړاندې یو بل اقدام بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۱) د طالبانو حکومت دغه اقدام د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف بللی او له طالبانو څخه غوښتي چې باید په دغه هیواد کې د رسنیو او خبریالانو حقوق رعایت کړي.

سره لدې چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دې ویب سایټونو د محدود کولو په هکله څه ندي ویلي خو دوه تنه چې په وضعیت خبر دي، امریکا غږ ته یې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا ویب سایټونه د طالبانو په امر تړل شوي.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ زیاته کړې: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د ازادي راډيو او امریکا غږ د ویب پاڼو تړل پدې هیواد کې د ازادو او منتقدو رسنیو د ځپلو یوه بله ښکاره نښه ګڼي."

د دغه مرکز په وینا د افغانستان د ټوله ییزو رسنیو قانون د څلورمې مادې په اساس، هیڅ حقیقي او حکمي شخص نشي کولای چې د ازادو خبري او معلوماتي رسنیو فعالیت بند، تحریم، سانسور او محدود کړي او یا یې په خپرونو کې مداخله وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغانستان د ټوله ییزو رسنیو قانون په عملي کېدو چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا نافذ شوی دی ټينګار کړی دی او له طالب چارواکو څخه غوښتي چې پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لیري کړي.

د افغانستان دننه د افغان بې سیم، روشان او اتصالات په شبکو کې دا ویب سایټونه محدود شوي خو د امریکا غږ د معلوماتو له مخې لا هم په افغانستان کې خلک کولی شي چې د وای فای، سلام شبکې او خصوصي مجازي شبکې (VPN) د لارې وکړی شي دا ویب سایټونه وګوري.

په همدې حال کې د امریکا غږ سرپرستې مشرې یولانډا لوپیز ویلي چې د دې ویب سایټونو د تړل کیدو تمه یې نه درلوده.

میرمن لوپیز په یوې اعلامیې کې ویلي "مونږ د دې لپاره چمتو وو او په افغانستان کې زمونږ مخاطبان د دې محدودیتونو څخه د بچ کیدو په خاطر د وسایلو څخه کار اخلي چې امریکا غږ اعلان کړیدي".

همدارنګه د امریکا غږ افغانستان څانګې مشر حسیب الکوزي ویلي چې د طالبانو د حکومت لخوا د دا ډول اقدام تمه یې درلوده او زیاته یې کړه چې امریکا غږ د دې محدودیتونو د رفع کولو لپاره ځیني وسایل ترتیب کړي چې افغانان کولی شي په آزاده توګه د امریکا غږ موادو ته لاسرسی ولري.

الکوزي زیاته کړه، "د یو کال راپدیخوا مو په ټولنیزو شبکو کې د ان ټي اچ او سایفن په نامه د سافټ ویر په هکله معلومات خپاره کړي".

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا غږ لوستونکي کولای شي چې په خپلو ټلیفونونو کې د سایفن او ان ټي ایچ لېنک د اپلیکیشنونو په لرلو د سانسور مخه ونیسي او د امریکا غږ ویبپاڼې وګوري. دغه اپلکیشنونه وړیا او خوندي دي او د کاروونکو هویت پټ ساتي.

په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ پر ویب سایټونو دا تازه محدودیتونه پر داسې مهال لګول کیږي چې دوې میاشتې مخکې د طالبانو حکومت لخوا په دغه هیواد کې د ازادي او امریکا غږ راډیو نشرات هم بند شول.

د بې پولې خبریالانو سازمان تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو حکومت بیا راتګ په مطبوعاتو منفي اغیز لرلی او تر اوسه ۴۳ په سلو کې مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ۸۴ په سلو کې ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښي دي.

XS
SM
MD
LG