د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کولو علت د نجونو د ښوونځیو تړل وو 


د طالبانو د دغې پرېکړې په ضد په کابل کې د ښځو مظاهره
د طالبانو د دغې پرېکړې په ضد په کابل کې د ښځو مظاهره

د افغانستان د نجونو او ښځو په مسایلو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په قطر کې له طالب چارواکو سره د امریکايي مقاماتو د خبرو د لغوه کولو علت د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو تړل وو.

میرمن امیري وویل چې طالبان باید درک کړي چې دنجونو تعلیم د امریکا د متحدو ایالتونو له لومړیتوبونو څخه دی.

هغې وویل: «غواړو چې طالبان پوه شي که له خلکو سره په خپلو ژمنو عمل ونکړي، موږ به د معمول په څېر له هغوی سره اړیکه ونلرو.»

نوموړې وویل چې طالبانو په دوحه کې دا فرصت لره چې د نړۍ له مشرانو سره وویني.

هغې زیاته کړه: «هغوی د امریکا او نړیوالې ټولنې تر څنګ، د فغانستان له خلکو سره هم د خبرو فرصت له لاسه ورکړ.» هغې وویل چې دا فرصت له افغانانو سره د طالبانو د ژمنو عملي کېدو په اړه و او په«ځانګړي ډول نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي» خو طالبانو په خپلو ژمنو عمل ونکړ.

میرمن امیري وویل چې طالبان باید په دې خبرو هم پوه شي چې اسلامي هېوادونه هم د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه د هغوی د پرېکړې په خلاف دي. هغې امریکا غږ ته وویل: «افغانستان یوازینی اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځیو ته نه ځي.»

دافغانستان د نجونو او ښځو په مسایلو کې امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري دا خبره هم وکړه چې طالبان باید پوه شي «له هغه څه څخه چې موږ یې ملاتړ کوو، د لویدیځ اجنډا نه بلکې د افغانستان د خلکو اجنډا ده».

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو له څو ساعتونو وروسته طالبانو د خپلو ژمنو په خلاف د نجونو متوسطه او ثانوي ښوونځي تر«امرثاني» پورې بېرته وتړل. د طالبانو دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.

نن یکشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر ښځینه فعالانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه وکړه. د دوی په اعلامیې کې راغلي: « د اسلامي امارت په مشرانو غږ کوو چې په یوې اوونۍ کې دې د نجونو ښوونځي پرانېزي. که تر یوې اوونۍ وروسته هم د نجونو ښوونځي بند وو، موږ به یې په خپله خلاصوو او په ټول افغانستان کې به مظاهرې کوو.»

امریکايي مقاماتو د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته، په قطر کې له طالب استازو سره خپلې پلان شوې خبرې لغوه کړي.

XS
SM
MD
LG