د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې په ګوزڼ اخته د یو زلمي له کړاوونو ډک ژوند کیسه


ګوزڼ ځپلی راحت خان
ګوزڼ ځپلی راحت خان

راحت خان په کوچنیوالي کې د پولیو واکسین د نه تطبیق له امله په پښه ګوډ شوی دی، اوس یې کورنۍ لاس نیوی کوي، خو له خپله ژونده ناراضه دی.

دا په زړه او تن ناجوړ زلمی اوس ۲۴ کلن دی خو د ژوند د خوښیو پر ځای ډیری وخت له کړاونو سره مخ وي او د بیوسۍ له وجې ځوریږي.

دی وايي چې کورنۍ کې ترې د ګټې تمه هم کیږي، خو دې په خپله د نورو مرستې ته اړتیا لري. ډاکټرانو هم ورته ویلي چې ناروغي يې درملنه نه لري.

نوموړي وویل: "زما به تقریباً ۲۳ یا ۲۴ کاله عمر وي او له وړکوالي په پولیو اخته شوی یم. له ډېرو ډاکټرانو سره مو خبرې وکړې، خو هغوی وویل چې د دې مرضۍ لپاره هیڅ علاج نشته."

راحت خان چې په کوچنیوالي کې د ګوزڼ له امله په پښو شل شوی وايي چې دا خبره یې ډیر ځوروي چې زړه یې غواړي د نورو جوړو انسانانو په څېر ژوند وکړي، خو نیمګړی بدن یې ورسره یاري نه کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "کله چې د یو چا یو اندام کمزوری شي، حتماً د مشکلاتو سره مخ کیږي. د تګ او راتګ ستونزې، په کار او بار کې ستونزې او داسې نور.... کله چې روغ انسانان وینم، نو وایم چې کاش زه هم جوړ وای، له دوی سره تللی وای او یا مې یو کار په خپله ترسره کړی وای."

نوموړي زیاته کړه، لامل دا وو چې هغه وخت کې مسلکي ډاکټران او عامه پوهاوی کم وو، واکسینو ته چا داسې ډېر ارزښت نه ورکولو او په دې هکله خلکو هم داسې ډېره پاملرنه نه کوله، نو له دې امله زه په پولیو اخته شوم.

هغه په ژوند کې ډیر کارونه په یوازې سر نه شي کولای او وايي: "کورنۍ راسره پوره په تکلیف کې ده، که څوک له داسې ناروغۍ سره مخ شې، نو د ژوند مشکلات یې ډېر زیات وي. زما ورونه او پلار له ما راسره خواخوږي لري او د ژوند چارې راسره سمبالوي.

دی وايي، اوس یې چې کورنۍ دده نیمګړی ژوند ګوري، نو د خپلو ماشومانو واکسین کولو ته ډیره پاملرنه کوي، تر څو د کورنۍ نور ماشومان دده پر برخلیک اخته نه شي.

راحت خان کورنیو ته هم پیغام لري او وايي: "خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړئ، اوس د واکسین کارکوونکي کور په کور ګرځي، نو له دې ډول ستونزو څخه د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړئ، ځکه چې دا ډېر سخت تکلیف دی."

راحت خان هم یو له هغو کسانو څخه دی چې د ژوند ګڼ ارمانونه یې ګوزڼ ترې اخیستې دي او خپل نیمګړی ژوند د نورو پر اوږو بار بولي.

رپوټ: عابد احساس - ننګرهار

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG