د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان د جلغوزیو صادرات په زیاتېدو دي


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د هرې میاشتې په تېرېدو سره د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د جلغوزیو په صادراتو کې زیاتوالی راځي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) ویلي چې یوازې د روان کال په لومړۍ برخه کې، بهرنیو هیوادونو ته د ۱۹ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه زره ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده: "دا ښيي چې د جلغوزیو د صادارتو بهیر د پورته کېدو په حال کې دی."

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې په راتلوونکو ورځو کې ۱۸ ټنه نور جلغوزي د ځمکې له لارې ایټالیا ته صادر شي.د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې دغه اندازه جلغوزي به ډېر ژر د یو خصوصي شرکت لخوا د نړیوال پروسس په معیار باندې هغه هیواد ته انتقال شي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال ۳۰زره ټنه جلغوزي تولید کوي چې په تېرو کلونو کې چین، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند او پاکستان ته د هوا او ځمکې له لارې صادریږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تېر یو کال راپدېخوا د نظام تر بدولون وروسته، د هوايي دهلېزونو په بندېدو سره له دغه هیواد څخه د وچې مېوې صادرات ټکني شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې تر دې مخکې ویلي و چې د هوايي دهلېزونو تر بندېدو وروسته، د دغه هیواد زیات جلغوزي پاکستان ته صادریږي او له هغه ځای څخه د پاکستان په نوم نورو هیوادونو ته صادریږي.

د روان کال په جریان کې افغان سوداګرو له کام ایر شرکت سره پخپل ابتکار د افغانستان جلغوزیو صادرات چین ته پیل کړل، خو دغه نوښت د ځينو مشکلاتو له امله بند شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چین څخه غوښتي و چې دغه هیواد ته د افغانستان د وچې میوې صادراتو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د جلغوزیو په ګډون د دغه هیواد نوره وچه مېوه په چین کې ښه بازارونه لري چیني چارواکو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره د توکو په صادراتو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دې وروستیو کې د افغانستان ازبکستان، چین او قرغیزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلېز رامنځته کېدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG