د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاکستان له زندانانو د ۱۵۰۰ بندي افغانانو د خلاصولو هڅې روانې دي


په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو حکومت لخوا یې رهبري کیږي، تائید کړه چې اوس مهال د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

د دغه سفارت په وینا دغه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لېندۍ ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې د بندي ۲۰۰۰ افغان کډوالو له ډلې څخه یې ۵۰۰ تنه ازاد دي.

د یاد سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان له زندانونو څخه د پاتې بندیانو د خلاصولو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره په اړیکه کې دي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: "نن یکشنبه، د ۱۴۰۱ لمریز کال د لیندۍ ۲۷ مه، د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو لپاره د دولت او د بهرنیو چارو وزارتونو سفارت ته د یادو ستونزو د ژر تر ژره حل په اړه ډاډ ورکړ. په دې برخه کې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت ژمنه وکړه چې په را روانو دریو اونیو کې به د افغان مهاجرینو او مسافرینو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ډله کې ښځې، ماشومان سپين ږیري او ناروغان هم شامل دي. خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې ډېر ژر به دغه افغان بندیان خوشي شي او د پاتې زندانیانو دوسیې به هم وڅېړل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي چې د پاکستان په محاکمو او رسیمي ادارو کې د افغان بندیانو د دوسیو د حل او فصل په هدف یې له یو شمېر وکیلانو سره هم اړیکې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست تیره ورځ د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره قانوني چلند وکړي.

حقاني ټینګار وکړ چې افغان کډوال په ټوله نړۍ کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او همدرانګه له خپلو حقوقو څخه محروم دي.هغه ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو کوربه هیوادونه باید د ژنیو د کډوالو کنوانسیون مطابق عمل وکړي ترڅو کډوال خپلو حقوقو ته لاس رسئ پیدا کړي.

دغه طالب چارواکي د کوم هیواد له نوم یادولو پرته ویلي: "هغه زندانان (افغان کډوال) چې جرم یې کړی وی،موږ چمتو یو چې د وکالت او حقوقو ورکول یې له هغه هیواد سره حل وفصل کړو، هغه کسان چې قانوني جرم ونلري او یوازې د اسنادو ستونزه ولري، مهرباني دي وکړي چې د کډوالو په بیرته ستنېدو کې مرسته وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې زرګونه افغان کډوال د امنیت او ښه ژوند په لټه ګاونډیو هیوادونو ته کډوال کیږي. د دغه ادارې په وینا په یادو هیوادونو کې د نیولو او بیرته ایستلو له ویرې کډوال له خپلو حقوقو څخه محروم کیږي.

اوچا ټینګار کړی دی چې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کېدو لپاره باید د هغوی حقوق تامین شي.

بلخوا روانه میاشت د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په استول شوي لیک کې په هغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نوموړې ویلي و چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د بیان ازادۍ د محدودیت په ګډون له تبعیضي چلند او خپلو حقوقو له محرومیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې د تیر یو نیم کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته یو میلیون افغان کډوال ایران او شاوخوا ۲۵۰زره پاکستان ته تللي دي.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر یو نیم کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG