د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال د پاکستان لخوا ټاکلي مهلت پوره کیدو ته وېره کې دي


د دسمبر د وروستۍ نیټې له رارسېدو سره په پاکستان کې ګڼ شمېر افغان کډوال د دوی په خلاف د حکومت ممکنه اقدام څخه په وېره کې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت له ټولو هغو کسانو چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې اوسیږي، غوښتنه وکړه چې د دسمبر له وروستۍ نیټې وړاندې له دغه هېواد څخه ووځي او خبرداری یې ورکړ چې سرغړوونکي به په درې کاله بند محکوم شي.

د ملګرو ملتونو او کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا وخت نږدې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي. اسلام آباد وايي، شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي او اکثره یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

یو شمېر دغه افغان کډوال له تېرو نهو مياشتو راهيسې په اسلام اباد کې په خيمو کې په دې تمه ژوند کوي چې په نورو بهرنیو هېوادونو کې پناه ورکړل شي. دوی وايي، په پاکستان کې د قانوني پاتې کېدو موده یې پای ته رسېدلې او په روانو شرايطو کې نه افغانستان ته ستنېدلای شي او نه هم په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره د اسنادو پيدا کولو جوګه دي.

افغان کډوالې مروارید حبیب وویل: "مونږ ته ویل شوي چې د ویزې مودې پوره کیدو نه وروسته به مونږ ویستلی کیږو ، زه خو نشم کولای چې بیرته افغانستان ته ولاړه شم ، دې نه ښه ده چې مړه شم."

د افغان پناه غوښتونکو مشر، میرویس افضلي وايي، د پاکستان له خوا د ټاکل شوي نیټې رارسېدو ته په اندېښنه کې دی.

هغه وویل: "ډېر خلک پوهېږي چې د دسمبر له ۳۱مې وروسته به افغانان دلته پاتې نه شي، خو موږ دلته د خپل اصلي هدف [بهرنیو هېوادونو ته د تګ] لپاره راغلي یو او تر هغه وخته پورې پاتې کېدل غواړو."

افغانه کډواله فرخ وفایي هم په اسلام اباد کې خپل او د نور افغان کډوالو ستونزه یادوي او وايي: "په دې ژمې کې دلته اوسیږو، پاسپورټ نلرو، ویزه نلرو، څوک راته کور په کرایه نه راکوي، له ګڼو ستونزو سره مخ یو."

په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر اپريدی وايي، اداره یې ددغه ستونزې د حل دپاره د پاکستان له حکومت سره په اړيکه کې ده.

هغه وویل: "د دغو افغان کډوالو په اړه مو له حکومت سره خبرې کړې دي، چې دوی دې نه شړل کېږي، ځکه دوی هلته ستونزې لري. د بشردوستانه چلند پر بنسټ باید د دغو کسانو پر وړاندې اقدام ونه شي."

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان وايي، د پاکستان په سند او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي او په زندانونو کې دي.

XS
SM
MD
LG