د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې ۲۱ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د 'تعزیري' سزا خبر ورکړی


د طالبانو حکومت سترې محکمې د کابل ښار د "ابتدائیه شرعي محکمې" لخوا په دغه ولایت کې ۲۱ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور د "​تعزیري"​ سزا خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لېندۍ لسمه) یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه کسانو کې ۱۱ نارینه او شپږ ښځې شاملې وي.

په اعلامیه کې د دغه تعزیري سزا په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او انځور او یا هم ویډیو یې هم نه ده خپره شوې.

معلومه نه ده چې دغه کسان په درو وهل شوي او که په بند محکوم شوي دي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: "نن پنجشنبه ... د کابل ښاري ابتدائیه محکمه کې ۲۱ مجرمینو ته چې ۱۵ یې نارینه او شپږ یې ښځې وې،د فسق او فجور، نامشروع اړیکو، غلا، له کوره تيښتې،شراب څښلو او لواطت په جرمونو د محاکمو او نورو ولایتي ادارو د مسؤلینو او عامو خلکو په حضور کې تعزیري سزا ورکړل شوه."

د بیان له مخې، د طالبانو حکومت د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عتیق الله دروېش د شرعي حدودو تطبیق د ټولنې د امنیت لپاره مهم بللی دی.

د طالبانو حکومت سترې محکمې لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادو کسانو قضیې د کابل ولایت د دوهم او لومړي زونونو د ښاري ابتدائیه محکمو لخوا په شرعي ډول څېړل شوي او په خبره یې مجرم کسان پرې راضي و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو يو چارواکي د نومبر ٢٣ (لېندۍ دوهمه) هم په لوګر ولایت کې د محکمې د "شرعي حکم" په اساس درې ښځو او ١١ نارينه وو ته د "غلاو او اخلاقي جرمونو" په تور په درو ووهلو خبر ورکړی و.

طالب چارواکو ویلي چې پر یادو ۱۴ کسانو شرعي حدود په عام محضر کې نه دي تطبیق شوي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو ویلي چې یاد حدود د لوګر ولایت په لوبغالي کې د خلکو په وړاندې پر یادو کسانو تطبیق شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو قاضيانو سره ليدنه کې هغوی ته امر کړى و چې د شرعي شرايطو په پوره کولو سره پر تورنو کسانو "قصاص او حدود" عملي کړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا په عام محضر کې د ښځو او نارینو په درو وهلو ته غبرګون ښودلی و.

یادو بنسټونو په عام محضر کې په درو د انسانانو وهل غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي هیوادونو او بشري حقونو ادارو هغه انتقادونه "اسلام ته بې احترامي" بللې چې د لوګر په ولایت کې د ځینو کسانو په درو وهلو په هکله یې کړیدي.

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ دغو انتقادونو ته په ځواب کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمایندګانو څرګندونې چې د درو وهلو مجازات يې په کې "غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين ته بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت دي".

XS
SM
MD
LG