د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاسپورتونو ورکولو بهیر پيل؛ خو ولایتونو کې بند شو


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست په کابل کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیلولو خبر ورکوي او وايي چې په ورځ کې لسګونو کسانو ته پاسپورتونه ورکوي.

د دغه ادارې د مطبوعاتو آمر شفیع الله تسل نن دوشنبه مارچ ۱۴(کب۲۳) امریکا غږ ته وویل: "لکه څنګه چې په جریان کې یاست، زموږ هیوادوالو د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین فورمونه ډک کړي و، موږ نن ورځ د هغوی لپاره خپل کارونه پيل کړل او زماني جدول مو چمتو کړی دی او هغوی د دغه جدول مطابق کولای شي پاسپورت ریاست ته مراجعه وکړي."

ښاغلي تسل زیاته کړه چې اوس مهال یوازي هغه کسانو ته پاسپورت ورکوي چې تر دې مخکې د پاسپورت لپاره انلاین فورمونه ډک کړي و، او د دغه بهیر په پای ته رسېدو سره به د هیواد ټولو اوسېدونکو ته د پاسپورت ورکولو بهیر پيل کړي.

هغه د پاسپورت له اخیستلو څخه وغوښتل چې ددغه ریاست لخوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې دغه ریاست ته مراجعه وکړي او خپل کارونه مخته یوسي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د پاسپورت ورکولو بهیر په دغه هیواد کې بند شو، تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه د پاسپورت ورکولو بهیر له سره پیل شو.

د کابل د پاسپورت ریاست د تیرې نومبر میاشتې پر پنځلمسه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې وروسته یې خدمات پيل شول.

خو په وروستي مورد کې په کابل کې د پاسپورت ریاست وروسته تر هغه خپل چارې بندې کړې کله چې طالب چارواکو د کابل پاسپورت ریاست مخته د یوه ځانمرګي بریدګر د له منځه وړلو خبر ورکړ.

په ولایتونو کې د پاسپورتونو د بهیر بندېدل

په کابل کې د پاسپورتونو ورکولو د بهیر پیلېدو سره هم مهاله د پاسپورت ریاست چارواکي وايي، چې دغه بهیر یې په ولایتونو کې بند کړی دی. ښاغلي تسل په ولایتونو کې د پاسپورتونو ورکولو د بهیر بندېدو لامل د متقاضیانو غوښتونو ته رسیدګي او مالي کال په پای ته رسېدو سره د مالي حسابونو پاکول وبلل.

هغه زیاته کړه: "زموږ مالي کال د خلاصېدو په حال کې دی، موږ خپل مالي حسابونه ختموو، دغه کار یوه یا دوې هفتې په برکې نیسي موږ وروسته په ولایتونو کې خپل فعالیت پیلوو."

تر دې مخکې د پاسپورت ریاست ویلي و چې د پاسپورت غوښتونکي باید پخپلو ولایتونو کې د پاسپورتونو اخیستلو لپاره مراجعه وکړي. د دغه ریاست د معلوماتو په اساس د پاسپورتونو ولایتي دفترونه د ورځې ۳۰۰۰ کسانو ته پاسپورتونه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او ولایتونو کې ګڼو خلکو د پاسپورتونو وېشلو پر پڅ بهیر انتقاد کړی و او ویلي و چې د دغه ریاست کار کوونکي د یادو اسنادو د طی مراحل کولو توان نلري.خو د پاسپورت ریاست بیا ویلي و چې دوی ته د ورځې زرګونه کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره مراجعه کوي چې له امله یې د دغه ریاست چارې ټکنۍ کیږي.

XS
SM
MD
LG