د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ؛ طالبان د نړیوالې مرستې غوښتونکي شول


د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي اصلي لامل، د غذايي خوندیتوب نشتوالی دی او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د دغه ادارې رئیس ډاکتر عبدالباري عمر د سې شنبې په ورځ جون اوومه (غبرګولې ۱۷) خبریالانو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې په تیرو شلو کلونو کې «یرغلګرو هیوادونو په افغانستان کې بېلابېلې ذروي وسلې استفاده کړې» چې له امله د دغه هیواد اوبه او زراعت او غذايي مواد سخت اغېزمن شول او د خوړو خوندیتوب یې تر سوال لاندې راوست.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ اخته کېدو اصلي لامل د خوړو خوندیتوب نشتوالی دی.

هغه وویل: "په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې له افغانستان او افغانانو سره مرسته وکړي. او د غذايي موادو او دارو د ستندردونو، معیارونو او کیفیت په برخه کې له دغه هیواد او نظام سره د مرستې په برخه کې ګټور ګامونه واخلي تر څو زموږ خلک له پېچلو ناروغیو څخه وژغورل شي چې د غذايي موادو نه خوندیتوب له امله منځته ته راغلي دي."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د روان میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې ۳،۸ میلیون ماشومان په خوراځواکۍ اخته شوي دي چې له دغه ډلې یو میلیون یوازې په سختې او پاتې ۲.۸ میلیون په متوسطې خوارځواکۍ اخته دي.

دغه طالب چارواکي وویل چې دوی په پلان کې لري چې د غذايي خوندیتوب موضوع په درسي نصاب کې شامله شي او د رسنیو له لارې هم د غذايي مصؤنیت په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.

ډاکتر عمر زیاته کړه چې ۱۵ سلنه غذايي خوندیتوب د محطیي حفظ الصحې د رعایت څخه ممکن دی او که چیري خلک هغه رعایت کړي، کولای شي د ناروغیو مخه ونیسي.

طالبان همدارنګه په پلان کې لري چې د بېلابېلو ولایتونو په ګمرکونو کې د غذايي موادو د معایناتو لابراتوارونه رامنځته کیږي ترڅو هیواد ته واردېدنکي غذايي مواد په دغه لابراتوارونو کې معلوم شي.

XS
SM
MD
LG