د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره ۴۰۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي


د اسیا پراختیايي بانک
د اسیا پراختیايي بانک

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته تصویب کړه.

دغه بانک د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مېشتو بشري بنسټونو لخوا د خوړو، امنیت، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.

د اسیا پراختیايي بانک ویلي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۲.۸ میلیون خلک د غذايي خوندیتوب له سخت خطر سره مخ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له دغه پیسو څخه ۱۳۵ میلیون ډالر به د خوړو نړیوال پروګرام او ۶۵ میلیون نور به د کرنې سازمان ته ورکړل شې تر څو ۸۰۰زره اړمنو کسانو ته لومړني خوراکي مواد او ۳۹۰۰۰۰ کورنیو ته کرنیز توکي چمتو کړي.

د اسیا پراختیايي بانک ویلي چې له یادو پیسو څخه به د روغتیايي او ښوونیزو خدماتو لپاره ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالر یونیسف ته هم ورکړل شي.

یاد بانک ویلي چې یونیسف به وتوانیږي چې په دغه پېسو سره شاوخوا ۵.۲ کسانو ته روغتیايي مرستې ورسوي او همدارنګه د زده کړو ۱۰زره کلیوال ټولګي به هم سمبال او تقویه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې په یادو ښوونځیو کې ۲۶۴۰۰۰ زده کوونکي زدکړې کوي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

نړیوال خیریه بنسټونه د دغه ټولګیو مالي ملاتړ کوي او کلیوال مشران یې څارنه او نظارت کوي.

د تیرو څه باندې پنځو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کېده چې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند تیره اونۍ د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې، خیره بنسټونو او هیوادونو څخه غوښتل چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.

په یاد کنفرانس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه معاونیت یا (یوناما) مشرې وویل چې په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نه دي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي توجه وکړي.

دیبرا لاینز وویل چې بشري مرستې اوږد مهاله حل لاره نشي کېدای او ټينګار یې وکړ چې باید د دغه هیواد اقتصادي بحران په اساسي ډول حل شي.

هغې ټینګار وکړ چې اوس مهال د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې او فقر سره لاس او ګرېوان دي او همدارنګه خوراځواکي د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG