د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د میلیونونو ډالرو په ارزښت مو افغانستان ته نوې پروژې تصویب کړې


نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیره پلاوی وايي‌ چې د افغانستان لپاره یې د ۷۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت درې پروژې منظورې کړې.

نړیوال بانک پرون ناوخته جون درېیمه (غبرګولې ۱۳) ویلي چې په تازه تصویب شوو پروژو کې د غذايي خوندیتوب، د افغانانو د ژوند ښه والي او د روغتیا د بېړني غبرګون پروژې شاملې دي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پروژې به د طالبانو حکومت له کنټرول څخه بهر د ملګرو ملتونو خیریه بنسټونو او نورو غیر دولتي موسسو لخوا تطبیق کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې ددغو پروژو له تطبیق څخه به افغان نجونې او مېرمنې هم برخمنې شي.

نړیوال بانک زیاته کړې چې د دغو پروژو خدمتونو ته د افغان ښځو مساوي لاسرسی او د پروژو د کاري پرمختګ معلوماتو ته د افغانستان د بیارغونې صندوق د مرستندويو لاسرسی هغو شرايط دي چې د پروژو د مالي امکاناتو تدريجې ورکړه ورپورې تړلې ده.

د یاد بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې د غذايي خوندیتوب بېړنۍ پروژه به له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي چې د غذايي موادو تولید لوړ کړي او د غذايي خوندیتوب د لا خرابېدو مخه ونیسي.

نړیوال بانک زیاته کړې: "دا پروژه به د غنمو په توليد د تمرکز له لارې له ۳۰۰ زرو کورنيو سره د ۲۰۲۲ کال د نومبر او همدا راز د ۲۰۲۳ کال د مارچ او نومبر د میاشتو ترمنځ د کښت په فصلونو کې مرسته وکړي. دا پروژه به د کوچنیانو او هغو خلکو چې معلولیت او یا مزمنې ناروغۍ لري د غذايي اړتيا په پوره کولو کې مرسته وکړي."

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس د «افغانو ټولنو د ژوندانه شرايطو د ښه والي پروژه» به په ښاري او کلیوالي سیمو کې لنډمهاله معیشتي فرصتونه رامنځته کړي او دې سیمو ته به لومړني خدمتونه ورسوي.

د بیان له مخې د دې پروژې هدف په ۶۴۵۰ کليو او همدا راز په بامیانو، هرات، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او مزارشریف ښارونو کې یو میلیون کورنيو ته معیشتي او عایداتي فرصتونه برابرول دي.

نړیوال بانک همدارنګه ویلي چې «د افغانستان د روغتیا د بېړني غبرګون پروژه» به په دغه هېواد کې له ضروري روغتیايي خدمتونو د استفادې کچه او کیفیت لوړ کړي: "د دې پروژې هدف دا دی چې د ملي او نړیوالو موسسو په ملګرتیا د روغتیا، تغذیي او کووید-۱۹ په برخو کې لومړني خدمات د هېواد په کچه ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو ته ورسوي."

نړیوال بانک د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې کړنلاره تصویب کړه چې په اساس څه باندې یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت مالي مرستې د طالبانو له کنټرول څخه بهر نړیوالو خیره موسسو او نادولتي بنسټونو ته سپارل کیږي.

نړیوال بانک پر داسې مهال دا افغانستان لپاره دغه پروژې تصویب کړې چې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت وروسته د نړیوالې ټولنې او ځینو هیوادونو د مرستو بندېدو او یا هم ځنډېدو سره د دغه هیواد د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG