د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په سولې د خلیلزاد او کابلوف کتنه


زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف
زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي.

دا د افغانستان د سولې په اړوند د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې د استازو لومړنۍ کتنه ده چې په افغانستان کې د امریکا د رول په هکله د روسیې د انتقادونو وروسته کیږي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر د ښاغلي کابلوف سره د کتنې په اړه لیکلي "مونږ موافقه وکړه چې د سولې د هڅو د پرمختگ لپاره همه شموله بین الافغاني خبرو ته اړتیا ده. ددې لپاره چې مخکې لاړ شو، افغانان باید د خبرو یو همه شموله متحد او ملي پلاوی چې افغان حکومت او نور افغانان په کې شاومل وي وټاکي".

خلیلزاد همداشان لیکلي دي چې "ښاغلي کابلوف او ما د (طالبانو) په سفر په بندیز هم خبرې وکړې. مونږ به د طالبانو د استازو لپاره چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي د ملگرو ملتونو د سفر د بندیز (لرې کولو) ته لارې چارې ولټوو."

ښاغلي کابلوف پدې وروستیو کې په وار وار ویلي چې امریکا په افغانستان کې په پخپل ماموریت کې ناکامه شوې ده او د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړتیا یې ټینگار کړی دی.

د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانگړي استازي ترمنځ کتنه په انقره کې د روسیې په سفارت کې شوې ده، خو پدې لیدنه کتنه کې د بحث وړ مسایلو په هکله هیڅ ډول جزییات رسنیو سره ندي شریک شوي.

روسیه پدې وروستیو میاشتو کې دوه ځلې د افغانستان د سولې په اړوند د طالبانو د استازو کوربه وه.

د مسکو په وروستۍ غونډه کې د طالبانو سربیره یو شمیر افغان سیاستوالو هم گډون کړی و، خو په هیڅ یوه ناسته کې د افغانستان د دولت او د امریکا استازو برخه نده درلوده.

ټاکل شوې چې د طالبانو او د امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو نوی پړاو د فبرورۍ په ٢٥ د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

XS
SM
MD
LG