د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان او پاکستان باید یو بله سره خپلې اړیکې روښانه کړي


ولسمشر غني وايي، طالبان باید له پاکستان او همدارنګه پاکستان هم باید له طالبانو سره خپلې اړیکې روښانه کړې چې پر کومو مناسباتو ولاړې دي.

محمد اشرف غني همدارنګه زیاته کړې چې له تروریستي‌ او جرمي‌ اقتصادي ډلو سره هم باید د طالبانو اړیکې څرګندې شي.

د دوشنبې په ورځ د« سلواغې پر ۲۹مه» له ارګه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي‌ غني دغه څرګندونې تېره شپه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال کړي‌ دي.

ولسمشر غني په دغه ناسته کې ویلي چې په دې وروستیو کې د سولې اړوند زیات کلیدي مسائل روښانه شوي‌ او زیاته کړې ده چې تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

ولسمشر غني تېره شپه له زلمي خلیلزاد سره وکتل
ولسمشر غني تېره شپه له زلمي خلیلزاد سره وکتل

ښاغلي غني‌ ویلي:"طالبان دې له پاکستان او پاکستان دي‌له طالبانو خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس ولاړې دي، د دې ترڅنګ دې له ترورستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي."

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت د پاکستان په بلنه هغه هېواد ته د طالب استازو د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی و.

د طالب استازو او د پاکستان د صدر اعظم لیدنه چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه تر سره شي طالبانو رسنیو ته په استل شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه غونډه د تور لېست له امله لغوه شوه.

له ارګه په خپاره شوي بیان کې ښاغلي غني‌ ویلي چې، په یوه نوې او څرګندې کاري طریقې له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره موافقې ته رسېدلی چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریک کېږي او د ځانګړي اجنډا په هکله به یې مشورې تر سره او په روڼا کې به یې پرېکړه کېږي.

بیان وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د نوې کاري لارې چې په یو څرګند چوکاټ کې رامنځته شوې په اساس به یې د سولې روان بهیر مخته یوسي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل پنځم سفر په ترڅ کې روانه اونۍ کابل ته راغلی دی.
زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل پنځم سفر په ترڅ کې روانه اونۍ کابل ته راغلی دی.

ښاغلي‌ خلیلزاد وویل:" زموږ هدف دا نه دی چې له افغانستان څخه د وتلو لار پیدا کړو، بلکې هدف مو ‌په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل او په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا تر بحث لاندې ونیول شي."

نوموړي‌ زیاته کړه چې له طالبانو سره یې په ټولو غونډو کې پر څلورو مسئلو چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتون، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند په اړه هر اخیزې خبرې کړي‌ دي.

ښاغلي‌ خلیلزاد وویل تر څو چې پر دغو څلورو مسلو موافقه ونشي په خبرو کې ورته پرمختګ نشي ویلی.

نوموړي‌ زیاته کړه چې دغه څلور واړه مسئلې له یو بل سره تړلي دي او په اړه یې پرېکړې د افغانستان حکومت په محوریت باندې تر سره کېږي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل پنځم سفر په ترڅ کې روانه اونۍ کابل ته راغلی دی.

XS
SM
MD
LG