د متحدو ایالتونو یو مقام په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل او لبنان د مقاماتو ترمنځ خبرې «ګټورې او مثبتې» بللي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي چې د پنجشنبې د ورځې خبرې «ګټورې او مثبتې» وې او دا خبرې به د جمعې په ورځ (مۍ۱۵) هم روانې وي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي چې د لبنان او اسرائيل مقاماتو تېره ورځ په واشنګټن کې د سهار په نهو بجو خبرې پیل کړې او اته ساعته په خپلو کې سره وغږېدل.
تر خبرو مخکې د لبنان یو مقام ویلي وو چې هیله لري په مخامخ خبرو کې د متحدو ایالتونو نژدې ایتلافي اسرائیل اوربند وکړي، په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د حزب الله برخمنې ډلې او د اسرائيل ترمنځ بریدونه روان دي.
د اسرائیل د حکومت یو ویاند ویلي چې د پیل شویو خبرو هدف د حزب الله بې وسلې کول او د سولې تړون ته رسېدل دي.
په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائيل د ګډو پوځي عملیاتو له پیل څخه درې ورځې وروسته، د د مارج میاشتې په دویمه نېټه د حزب الله ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل او اسرائیل هم پرې بریدونه پیل کړي دي، دا د دغو بریدونو له پیل راهېسې د دواړو لوریو د استازو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو دی.
اسرائيل تېره میاشت د لبنان په جنوب کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړل. د حزب الله د انتقاد سره سره بیروت له اسرائيل سره په خبرو کې برخه اخلي.
په لبنان کې د اسرائیل جګړه د اپریل په ۱۶مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اوربند له اعلان راهیسې روانه ده. د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اعلان شوي اوربند موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.
فورم \ دبحث خونه