د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا له تګ وروسته چین د طالبانو سره دوستۍ ته لیوال دی 


عکس: ارشیف - د طالبانو پلاوی په چین کې
عکس: ارشیف - د طالبانو پلاوی په چین کې

د تیر کال د اګست په ۱۵مه نیټه کابل کې د طالبانو له واکمن کیدو او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته چین افغانستان ته ځانګړې لیوالتیا څرګنده کړې ده.

د چین دغه لیوالتیا حتی دمخه تر دې چې طالبان واکمن شي، هم موجوده وه، کله چې د تیر کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د ملا برادر اخند په مشرۍ یو نهه کسیز پلاوي د چین په شمال کې په تیانجین ښار کې سره وکتل, یو شمیر څیړونکو هغه وخت وویل چې دغه غونډه طالبانو ته د چین نژدیوالی او په نړیوال ډګر کې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکي نفوذ ښکارندوي کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ددغې لیدنې کتنې وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې ښاغلي وانګ هیله څرګنده کړې چې طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې "د چین ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی" وځپي.

د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش چې اویغوري سخت دریځو مسلمانانو یې بنسټ ایښی، د چین په شین ژیانګ ولایت کې د "ختیځ ترکستان" په نامه د یو خپلواک دولت جوړول غواړي. د چین سربیره متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریټانیا او روسیه هم د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش یوه ترهګره ډله ګڼي.

سره له دې چې چین ادعا کوي په خپل بهرني سیاست کې د هیوادونو په داخلي چارو کې د نه لاس وهلو اصل پرمخ بیایي له دې هم ډاریږي داسې نه چې د طالبانو مذهبي توب دغه ډله د چین په شین ژیانګ ولایت کې اکثریت میشته مسلمانانو سره نژدې نکړي؛ هغه اندیښنه چې د چین کمونیست مشران یې د طالبانو د سخت دریځې ډلې له پلاوي سره په یو میز کښینولي دي.

سربیره پر دې په تیر اکتوبر میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دوحه کې د طالبانو د موقت حکومت له پلاوي سره په کتنې کې دواړو خواو "تصمیم ونیو چې په کاري کچه کې یو میکانیزم رامنځته کړي" او همداشان د افغانستان د راتلونکې لپاره د چین په انتظاراتو هم خبرې وشوې.

ښاغلي وانګ وویل چې د چین په تمو (انتظاراتو) کې په افغانستان کې د یو پراخ سیاسي جوړښت رامنځته کیدل، چې ټولې قومي ډلې په کې برخه ولري، د کورني او بهرني معتدل سیاست پرمخ بیول ددې جملې څخه د ښځو د حقونو ملاتړ، د اسلامي دولت (داعش) او ختیځ ترکستان د غورځنګ په ګډون د ترهګرو ډلو سره د اړیکو شلول او سوله ییز بهرني سیاست ته مخه کول په ځانګړې ډول د ګاونډیو هیوادونو سره، شامل دي.

خو بیا هم د کارپوهانو په وینا بیجینګ د کابل سره په دوه اړخیزه دوستانه تعامل سره هڅه کوي د طالبانو له مقاماتو سره یو ښه کاري اړیکه ولري.

په سنګاپور کې د راجاراتنام پوهنتون د نړیوالو څیړنو د مرکز لوړپوړی څیړونکی رفلو پنتوچي، وایي: "هغه څه چې حیرانونکي دي دې کار [د طالبانو سره د کاري اړیکو ایجادول] ته د طالبالن علني لیوالتیا ده او دا چې د افغانستان د څو ګاونډیانو له ډلې څخه چین په علني توګه دا کار کوي."

ښاغلي پنتوچي امریکاغږ ته وویل چې په بیجینګ کې د طالبانود نوي سفیر انتصاب مصلحت ته ددې اسلامپالې ډلې د مشرانو لیوالتیا څرګندوي چې چین خپل مهم شریک ګڼی.

په بیجینګ کې د طالبانو د نوي سفیر له ټاکلو وروسته پدې هیواد کې د افغفانستان پخواني سفیر احمد قایم، په خپل ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل مقام نه استعفا وکړه. ښاغلي قایم د جنورۍ په ۱۷مه امریکاغږ ته وویل چې بیجینګ د نوي انتصاب سره "موافق" دی. د هغه په وینا د چین د موافقې پرته دا کار ممکن نه و.

ښاغلي پنتوچي وویل چې بیجینګ همداشان په نړیواله صحنه کې د طالبلنو دفاع کړې ده. هغه وویل: "سربیره پر دې مون شاهد وو چې بیجیګ په بشپړه فعاله توګه د ملګرو ملتونو په څیر په نړیوال ډګر کې په پراخه بڼه د طالبانو د نظر وړ اهدافو لپاره لابي کوي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، د تیرې چهارشنبې په ورځ په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه؛ هغه اقدام چې د امنیت شورا په وړاندې د چین سفیر ژانګ جون، ترې ملاتړ وکړ. د اسوشیتیدپرس د رپوټ له مخې ښاغلي ژانګ وویل چې د بندیزونو پلي کږل او د شتمنیو کنګل کول د پوځي مداخلې څخه لږ وژونکي ندي.

له دې ټولو سره سره کارپوهان وایي چین به پدې نژدیو کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د لاهور په پوهنتون کې د چین او مرکزي اسیا د عصري چارو څیړونکی حسن کرار، وایي چې چین د طالبلنو سره په اوږدمهاله ملاتړ او اوږدې لوبې سره د طالبلنو د رژیم سره د یوې غښتلي دپلوماتیک اساس د جوړولو په حال کې دی.

ښاغلي کرار د امریکاغږ ته وویل چې: "خو [بیجینګ] همداشان دې موضوع ته هم متوجه دی چې ولې طالبان په نړیواله کچه منزوي پاته دي. د مثال په توګه زه باور نلرم چې چین وکړای شي دا واقعیت له سترګږ وغورزوي چې په نوي افغانستان نجونې ښونځیو ته نشي تلای. "

XS
SM
MD
LG