د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خبرداری: د چین ناسم معلوماتي کمپاین د نړۍ سوله او ثبات کمزوري کوي


د نړۍ د ډېرو خلکو په اند، د چین د شين‌ژیانګ سیمه، هغه ځای دی چې د اویغور مسلمان اقلیت له جبري کار او خپلسري توقیف سره مخامخ دی، خو د بهرنیو خبریالانو یوه ډله په دې اړه بل ډول نظر لري.

د سپتمبر په وروستیو کې، چين د نړۍ له ١٧ هېوادونو څخه د ٢٢ خبريالانو لپاره د یو سفر تابیا وکړه. ددغه سفر په ترڅ کې یادو خبريالانو د شين‌ژیانګ بازارونه ولیدل او د دې سيمې له اوسېدونکو سره يې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د خبريالانو دغې ډلې د چين دولتي رسنيو ته وويل، چې دوی د سيمې د فعال اقتصاد او د کلتوري، مذهبي او قومي يووالي له امله حيران شوي دي. دوی هغه څه وغندل،‌ چې لویدیځې رسنۍ یې د شين‌ژیانګ په اړه وايي.

په دې اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر د چین په اړه د نړیوال روایت د بیا جوړولو لپاره د بیجینګ د مخ پر ودې هڅو یوه بیلګه ده. چین هر کال په دې برخه کې میلیاردونه ډالر لګوي.

تیره اوونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د عامه ذهنیت د جوړولو لپاره د بیجینګ د تګلارو په اړه یو رپوټ خپور کړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تعامل مرکز چې د بهرنیو تبلیغاتو او ناسمو معلوماتو سره مبارزه کوي، یو ۵۸ مخیز رپوټ خپور کړ او خبرداری یې ورکړ، چې د بیجینګ معلوماتي کمپاین نه یوازې پر نړیوالو‌ پریکړو اغیزه کولی شي، بلکې د متحده ایالاتو ګټې هم زیانمنې کولای شي.

د دغه مرکز مشر جيمي روبين وويل:"د نړۍ په ډېرو برخو کې د [چين د حکومت] لخوا په معلوماتو کې لاسوهنه، د بېجينګ په اړه د انتقادي نظريو ازادي کمزوری کولای شي. "

روبین زیاته کړه، چې د بیجینګ هڅې کولی شي د نړۍ معلوماتي منظر ددغه هېواد په اړه بدله کړي او همداراز د متحده ایالاتو، متحدینو او شریکانو امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

هغه وویل: "موږ نه غواړو چې په خپله نړۍ کې د واقعیتونو او غیر واقعي، تخریبي کیسې ووینو. " چین د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور په کلکه غندلی او دا یې "په خپله ناسم معلومات" بللي، ځکه چې د بیجینګ په وینا، دا خپله ناسم حقیقت بیانوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "په حقیقت کې، دا متحده ایالات دي چې د نړۍ د معلوماتو فضا یې کړکیچنه کړې ده."

د چین د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو تعامل مرکز "د ناسمو معلوماتو سرچینه او د بصري جګړې د قوماندې مرکز" بللی دی.

په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو، په یوه لیکلي بیان کې وویل، چې دا رپوټ "د چین د ټېټ ښودلو او د امریکا د تسلط د پیاوړي کولو یوه بله وسیله ده."

بیجینګ استدلال کوي، چې لویدیځي رسنۍ له اوږدې مودې راهیسې د چین په وړاندې له تعصبه ډک چال چلند لري او ځینې وختونه یې ناسم انځور وړاندي‌کوي. د چين ولسمشر، شي جينپينګ د خپل هېواد له چارواکو غوښتي، چې نړیوالو ته خپلې کيسه وکړي، څو د بېجينګ باور او درناوی وشي.

خو د امریکا د حکومت چارواکي وايي، چې چین د جبر او درواغو له لارې خپله اجنډا پرمخ وړي. په دې راپور کې ویل شوي په یوه قضیه کې، د چین حکومت د "يي فان" په نوم یو جعلي تبصره کوونکي جوړ کړی، چې د بیجینګ پلوه لیکنې یې په اسیایي، افریقایي او لاتیني امریکا خپرونو کې خپرې شوې.

په راپور کې راغلي، چې چین په ټولنیزو رسنیو کې د "بوټ او ټرول" همغږې شوي‌ کمپاینونه کاروي، چې د انتقادي محتواو مخه ډپ کړي او د بیجینګ پلوه پیغامونه لمنه پراخه کړي. د رپوټ له مخې، په چین کې جوړ شوي ټیلیفونونه چې په بهر کې پلورل کیږي، د سانسور کیدو وړتیا لري.

"بوټ او ټرول" په ټولنیزو شبکو کې هغه حسابونه دي، چې د خلکو سره تړاو نلري او د کمپیوټر پر مټ کارول کیږي. دغه ډول حسابونه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ډیر عام دي. په ټولنیزو شبکو کې دغه ډول پاڼۍ د سیاسي او کرکې پیغامونو د ځپلو په موخه کارول کیږي.

چین، د ۱۱ میلیونه اویغور مسلمان اقلیت سره د ناوړه چلند د تورونو سره د مقابلې په هدف، د شين‌ژیانګ سیمې ته په ښه منظم سفرونو کې دپلوماتان او خبریالان لیږي.

د بشري حقونو فعالان ادعا کوي، چې چین په شين‌ژیانګ کې د غیرقانوني او اجباري کار د توقیف ځایونو پراخه شبکه لري، چیري چې لږترلږه یو میلیون کسان پکښې بندیان دي. چینايي چارواکو دغه کمپونه د "حرفوي زده کړو مرکزونه" بللي، چې د دوی په وینا موخه یې د سخت دریځۍ او بېلتون غوښتونکو تمایلاتو سره مبارزه ده.

ملګرو ملتونو تېر کال په یوه رپوټ کې ویلي و، چې په شين‌ژیانګ کې د بیجینګ کړنې ښايي د بشریت پر ضد جرمونه وي، خو بلخوا د امریکا حکومت بیا ویلي دي چې دغه کړنې د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د نسل وژنې په معنا دي.

بېجينګ له شين‌ژیانګ څخه د لويديځو خبريالانو پر خپلواک رپوټ ورکولو بنديز لګولی او همداراز یې په بهر کې د مېشتو چينايانو د نيوکې مخه په چین کې دننه د دوی د کورنۍ غړو ته د سزا ورکولو په ګواښ سره نیولې ده.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG