د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د کړکیج د حل هڅې؛ سولیوان له وانګ سره وکتل


جیک سولیوان او وانګ يي
جیک سولیوان او وانګ يي

امریکايي مقاماتو ویلي دي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د نړۍ د دوو زبر ځواکونو متحده ایالاتو او چین ترمنځ د کړکیچ د حل په موخه وکتل.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سولیوان او وانګ د شنبې په ورځ په مالتا کې سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دا غونډه د هغو هڅو یوه برخه وه چې د اړیکو لیکې پرانستلې وساتل شي او اړیکې سم مدیریت شي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې د تېر کال له غونډې وروسته تر اوسه سره نه دي لیدلي، که څه هم امریکايي چارواکي وايي چې د متحده ایالاتو او چینايي مشرانو ترمنځ د تماسونو د نوي کولو لپاره هڅې روانې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د خزانې وزیرې جنیټ یلن په تیرو څو اونیو کې د چینایي چارواکو سره لیدلي ترڅو د بایډن او شي ترمنځ احتمالي غونډې ته چمتووالی ونیول شي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې سولیوان او وانګ "د اړیکو د ستراتیژیکو کانالونو د ساتلو [د دواړو هیوادونو] د نورو ښکیلتیا لپاره په لوړه کچه ژمنه کړې ده".

چین حکومت هم په مالتا کې د سولیوان او وانګ د لیدنې په اړه ویلي چې "دواړو خواوو روښانه، بنسټیزې او رغنده ستراتیژیکې خبرې اترې درلودې".

په دې غونډه کې وانګ، تایوان د "سرې کرښې" په توګه یاد کړ چې په وینا یې د متحده ایالاتو او چین په اړیکو کې باید له دې کرښې تیر نشي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې همداشان راغلي چې: "امریکا د تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی."

تایوان په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د کورنۍ جګړې څخه وروسته د چین څخه بیل شوی او ملتپال ځواکونه چې په جکړه کې يې ماتې خوړلې وه تایوان ته وتښتیدل او هلته یې یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوې خوځنده دموکراسۍ بدل شو.

چین په تایوان باندې د مالکیت دعوه لري او د امریکا او تایوان ترمنځ د هر ډول رسمي معاملو مخالف دی. تایوان د چین د مالکیت ادعا ردوي او وايي چې خلک یې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

چین په وروستيو کلونو کې پر تايوان زيات فشار راوړی چې د بېجينګ حاکميت ومني. د تایوان حکومت ویلي چې سوله غواړي، خو خبرداری یې ورکړی چې د چین له خوا د برید په صورت کې به له ځانه دفاع وکړي.

متحده ایالات تایوان د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت نه پیژني، خو له تایوان سره اړیکې ساتي او د خپلواکۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د تایوان د خلکو د تصمیم د حق ننګه کوي.

متحده ایالات همداشان غواړي چې د چین د احتمالي برید د مخنیوي لپاره تایوان ته وسلې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG