د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: څه باندې یو میلیون افغانانو سره مو مرستې کړي


د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، د تیرې میلادي میاشتې په اوږدو کې یې په څلورو ولایتونو کې له څه باندې یو میلیون اړمنو افغانانو سره مرستې کړي دي.

دغه بنسټ د سه شنبې په ورځ ناوخته اپريل ۲۶ (غوايي شپږمه) ویلي چې له نن د بدخشان په فیض اباد کې یې له ۱۶۰۰ کورنیو سره چې د زیاتو سرپرستي د ښځو په غاړه وه په دغه میاشت کې د غدايي موادو مرسته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې د تیرې میاشتې په اوږدو کې په بدخشان ولایت کې له ۶۹۷زره او ۵۵۱ کسانو سره مرستې کړي دي.

دغه بنسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په اپرېل میاشت کې د کاپیسا مرکز محمود راقي کې له ۶۴۰۰ کورنیو سره نقدي مرسته شوې ده او د ۲۰۰۲ په مارچ میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام په کاپیسا کې له ۸۹زره او ۶۳۰ کسانو سره مرسته کړې ده."

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې په روانه میلادي میاشت کې د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې له څه باندې څلور زره کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې کړي دي او په خبره یې دغه بنسټ په تیره میاشت کې له ۱۵۳زره او ۸۰۰ اړمنو کسانو ته رسیدګي شوې ده.

دا سازمان همدارنګه ویلي: "د افغانستان په ختیځ د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې ۱۸۸۹ کورنیو سره د روانې میلادي میاشتې په جریان کې د خوراکي موادو مرسته شوې ده او د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په ټول ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له ۱۲۸زره او ۲۸۳ کسانو ته مرستې رسېدلي دي."

په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره پر داسې مهال دغه مرستې کیږي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې ۲۳ میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نلري. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیون ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو، د بېکاري کچې زیاتېدو په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.ملګرو ملتونو مخکې ویلي و که چیري له اړمنو افغانانو سره مرستې ونشي شاوخوا ۹۷سلنه نفوس به له بد بشري وضعیت څخه اغېزمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره وري میاشت کې د ملګرو ملتون، جرمني، قطر او انګلستان لخوا له افغانستان سره د بشري مرستو را جلبولو په اړه یو انلاین کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس د ۲۰۰۲ میلادي کال لپاره له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وشوه، په داسې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه هیواد کې بشري بحران ته د رسېدو لپاره ۴.۴ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG