د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ میلیاردران لا شتمن او پنځه میلیارد انسانان نور هم بې وزله شوي - اکسفام


اکسفام وايي، له ۲۰۲۰ راهېسې د نړۍ د پنځو میلیاردرانو شتمني ۱۱۴ سلنه زیاته شوې
اکسفام وايي، له ۲۰۲۰ راهېسې د نړۍ د پنځو میلیاردرانو شتمني ۱۱۴ سلنه زیاته شوې

د اکسفام نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي ‌چې د نړۍ شتمن خلک نور هم شتمن شوي او میلیاردونه انسانان نور هم غریب او بې وزله شوي دي.

اکسفام له څو کلونو راهېسې د نړۍ د اقلیت شتمنو او اکثریت بې وزلو ترمنځ د شتمنیو، زیرمو او مخ په زیاتېدونکې نابرابرۍ په اړه راپورونه ترتیبوي.

دغې ادارې خپل تازه راپور د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۵) د سویس د داووس په ښار کې د نړۍ د اقتصادي‌ غونډې د پیل په ورځ خپور کړ.

په راپور کې ویل شوي دي‌ چې له ۲۰۲۰ راهېسې د نړۍ د پنځو میلیاردرانو شتمني ۱۱۴ سلنه زیاتې شوې، په داسې حال کې چې هغه وخت د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ اقتصاد له ستونزو سره هم مخامخ و.

د نړۍ دا پنځه میلیاردران، د برېښنايي موټرو تسلا د شرکت او د ایکس د ټولنیزې شبکې مشر ایلان ماسک، د لویس وټان د توکو د شرکت مشر برنارد ارنو، د امازون شرکت بنسټګر جف بیزوس، د اوریکل شرکت مشره لیرې ایلسن، او د نړۍ مشهور پانګوال وارن بفټ دي.

د اکسفام د راپور په اساس، د دغو کسانو شتمني په ۲۰۲۰ کې ۴.۵ میلیارد ډالر وه، د فوربس مجلې راپور وايي، د ۲۰۲۳ کال تر پای پورې ددغو کسانو شتمني ۸۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

د اکسفام مشر د داوس د اقتصادي غونډې په درشل کې وویل: "اکسفام وړاندوینه کوي چې په راتلونکې یوې لسیزې کې به یو کس په نړۍ کې تریلیونر شي... حال دا چې بې وزلۍ ختمولو ته څه باندې ۲۰۰ کلونو ته ته اړتیا ده... د نابرابرۍ دغه انډول ته په کتو ادامه نه شو ورکولای."

دا مهال ایلن ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی چې ۲۵۰ میلیارډ ډالر شتمني لري.

هاغسې چې په نړۍ کې د شتمنو د شتمن کېدو بهیر چټک و،‌ هماغسې د بې وزلۍ کچه هم په چټکۍ سره په لوړېدو او زیاتېدو وه. د کرونا ویروس د وبا په مهال په نړۍ کې اقتصاد خراب شو او اکثر هېوادونه خپلو بې وزله ولسونو ته د مالي ملاتړ په برابرولو کې پاتې راغلي ‌وو.

اکسفام وايي په اوکراین باندې د روسیې د برید له کبله خوراکي مواد او تیل قیمت شوي او دغه کار د نړۍ بې وزله هېوادونه ځپلي دي. اکسفام وايي‌ د نابرابرۍ لوی علت مالیاتي تګلارې دي چې شتمن د مالیې له ورکولو څخه خوندي دي. اکسفام وايي په ۱۹۸۰کال کې په شتمنو باندې ۴۸ سلنه مالیه و او په ۲۰۲۳ کې دا اندازه ۲۳.۱ سلنې ته راښکته شوه.

اکسفام د دغې نابرابرۍ د ختمولو لپاره د نړۍ په میلیاردرانو باندې د مالیې د لګولو وړاندیز کړی او ویلي دي چې له دې لارې به هر کال ۱۰۸ تریلیون ډالر ترلاسه شي.

د دغه راپور په لیکلو کې د اسوشیتد پرس، رویټرز او فرانس پرس له راپورونو څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG